د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۱

امنيت شورا د سوريې په اړه اعلاميه تصويب کړه


د ملګرو ملتونو امنيت شورا له تير يوه کاله چې په سوريې کې شخړې روانې دي د لومړي ځل لپاره يوه اعلاميه تصويب کړه.

دا اعلاميه د امنيت شورا د دايمي او غير دايمي غړيو له لورې په داسې حال کې تصويب شوې ده چې د ملګرو ملتو د بشري حقونو د څارنې ډلې په سوريې کې له بشري حقونو څخه د سرغړونې په اړه تازه رپوټ خپور کړی دی او په هغه کې يې هم حکومت هم اپوزسيون تورن کړي دي چې بشري حقونه يې ترپښو لاندې کړې دي.

د ملګرو ملتو امنيت شورا په سوريې کې د شخړو د پاي ته رسيدو لپاره د کوفي انان د پلان بشپړ ملاتړ وکړ.

دغه پلان شپږ مادې لري او کوفي انان چې د سوريې لپاره د عربي ټولنې او ملګرو ملتو ګډ استازي دي دا پلان يې د سوريې ولسمشر بشارالاسد ته د روانې مياشتې په پيل کې په دمشق کې وړاندې کړې و.

د ملګرو ملتو يوه ډله اوس په سوريې کې ده او دغه پلان د سوريې له چارواکو سره څيړي. په دې پلان کې د احتمالي اوربند مساله هم شامله ده.

روسيې او چين د سوريې په اړه د ملګرو ملتو له اعلاميې سره دا ځل موافقه وکړه. مخکې دغو دوو هيوادو د سوريې د شخړو د پاي ته رسيدو لپاره دوه پريکړه ليکونه رد کړې وو.

په دې اعلاميې کې ويل شوې دي چې د کوفي انان د دې هڅو بشپړ ملاتړ کوو چې د شخړو د سمدستي پاي ته رسيدو، له بشري حقونو څخه د سرغړونې د مخنوي او په سوريې کې د بشري مرستو او امکاناتو د برابريدو غوښتنه کوي. په اعلاميې کې همداراز د سوريې په مشرۍ د يوه سياسي واک د داسې انتقال غوښتنه شوې ده چې ديموکراسۍ ته لاره هواروي او څو ګونديز سيستم رامنځته کوي.

په سوريې کې د ملګرو ملتو په وينا د تيرکال له پسرلې راهيسې د شخړو په ترڅ کې تر اته زره ډير کسان وژل شوې دي.

په سوريې کې بشري حقونه

د ملګرو ملتو د بشري حقونو څانګې په سوريې کې د بشري حقونو په اړه تازه رپوټ خپور کړي دي او په دې کې د سوريې پر اپوزسيون ډلو هم انتقاد شوي دي چې له بشري حقونو يې سرغړونې کړې دي، د دې څانګې مشر فيليپ بولوپاون رويټرز اژانس ته په نيويارک کې وويل:

« دا ډيرې جدي سرغړونې دي. موږ د محاکمو له لورې د ډيرو اعدامونو خبره کوو، د شکنجې خبره کوو، د اختطاف خبره کوو، نو دا بايد وغندل شي او په جدي سترګه ورته وکتل شي. البته دا تاسو د سوريې د حکومت له وحشي زورزياتي سره يو رنګ ګڼلي شئ چې د خپلو ملکيانو پرضد يې کوي، د ښځو او ماشومان پرضد خو موږ دا دواړه بيا هم يو شان نه ګڼو، اما دواړه بايد جدي وګڼل شي»

د ملګرو ملتو د امنيت شورا د دايمي او غيردايمي غړيو له لورې په تصويب شوې اعلاميې کې چې د چهارشنبې په ورځ ومنل شوه دا هم ويل شوې دي چې په سوريې کې ټول خلک يو شان دي په قومي لحاظ يو تر بل غوره نه دي په دې ډول د سوريې د حکومت او ټولو اپوزسيون ډلو ترمنځ سياسي خبرې په يوه سطحه وشي.
XS
SM
MD
LG