د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۵

افغانستان امریکا ته د شپې عملیاتو په اړه دوه شرطونه په مخ کې ږدي


نن به افغان او امریکايي چارواکي د شپې عملیاتو په اړه یو تفاهم ته ورسیږي
نن به افغان او امریکايي چارواکي د شپې عملیاتو په اړه یو تفاهم ته ورسیږي
د افغان او امریکایي چارواکو ترمنځ له اساسي اختلافاتو سره سره، دواړه لورې ډاډمن دې چې د شپې د عملیاتو په اړه به یوه تفاهم ته ورسیږي او د دوو میاشتو په مودې کې به د امریکا او افغانستان تر منځ د اوږدې مودې پوځې همکارۍ تړون لاسلیک شي.

د افغانستان جمهور رئیس له اوږدې مودې راهیسي ټينګار کوي چې بهرني ځواکونه باید د شپي عملیات او د خلکو په کورونو یرغلونه بند کړي.

امریکایي قوماندانان دا عملیات د طالب وسله والو د ځپلو لپاره ډېر ګټور او اغیزمن بولي.

په کندهار کې د یوه امریکایي عسکر له خوا د شپاړلسو ملکیانو له ډله اېزې وژنې وروسته امریکایي چارواکې حاضر شوي چې د شپې د عملیاتو او نورو اړوندو مسلو په اړه له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

امریکایي چارواکی پدي باور دي چې له افغانستان سره یي اړیکې ډېر قوي او پاخه دوي او حتی په ډېرو سختو او پیچلو شرایطو کې هم له منځه نه ځي.

سپینې ماڼۍ تېره اوونۍ د عملیاتو لپاره د قاضي د حکم اخیستلو په اړه وویل، “دا د افغان لورې پرځاي هیله او غوښتنه ده”.

دا چې په کابل کې د امریکایي او افغان چارواکو په خبرو کې به د شپې د عملیاتو په اړه د افغانانو د ردولو یا ویتو مسله ومنله شي او کنه، دا به وروسته معلومه شي.

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی وایي، تېر کال د امریکا خاصو ځواکونو په افغانستان کې له دوه زرو زیات د شپې عملیات کړي او دا عملیات د افغانانو د ملي حاکمیت او فرهنګې ارزښتونو پر خلاف دي او ملکي تلفات یي رامنځ ته کړي دي.

امریکایی قوماندانان وایي، دا ټول عملیات یی له افغان ځواکونو سره په ګډه تر سره کړې او افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونود انتقال یوه برخه یي بولي.

د امریکا د خاصو ځواکونو د عملیاتو قوماندان امیرالبحر ویلیم مک رافین د کانګرس یوې استماعیه غونډې ته وویل، د دوي په ټولو عملیاتو کې افغان ځواکونه مخکښه ونډه لري.

افغان ځواکونه هم وایی، چی په سلو کې د شپیتو عملیاتو مشری دوي کوي او امریکایی ځواکونه یي ملاتړ کوي.

افغان ځواکونه وایی، یوازي په هغه صورت کی دوي د عملیاتو سمه مشري کولاي شي چې امریکایي ځواکونه د ملاتړې ځواک په توګه دوي ته د عملیاتو په اړه پوره معلومات برابر کړې او دوي به له عملیاتو مخکې، هغوي ته د عملیاتو اجازه ورکوي او یا به یي ردوي.
XS
SM
MD
LG