د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۷

"د فرانسې په مدرسه کې تورن بریدګرد کندهارله محبسه نه دی تښتېدلی"


د کندهار والي د دې ولایت د محبس د مشر هغه مخکینۍ څرګندونې رد کړي چې ګوندې هغه کس چې دا مهال په فرانسه کې په څو بریدونو تورن دی په ۲۰۰۷ کال په افغانستان کې نیول شوی او بیا د کندهار د زندان د ماتیدو پر مهال له دې زندان څخه تښتیدلی و.

د کندهار د والي دفتر ویلي دي، چې دوي هیڅ کله د محمد میرا په نوم کوم الجزایري ټبره فرانسوی نه دی نیولې.

تر دې مخکې د کندهار د محبس مشر سمنوال غلام فاروق ازادۍ راډیو ته ویلي و، چې د محمد میرا په نوم د فرانسې د جنوب لودیځ په بریدونو کې تورن پنځه کاله مخکې د ماین جوړولو په تور په دې ولایت کې نیول شوی او د کندهار په زندان کې بندي و.

د محمد فاروق په وینا محکمې محمد میرا ته د درې کلونو بند سزا ټاکلې وه خو کله چې طالبانو په ۲۰۰۹ کال کې د کندهار زندان مات کړ نو د ګڼو نورو زندانیانو سره محمد میرا هم له زندان څخه وتښتیده.

د رویټرز خبري اژانس د کندهار د یو بل استخباراتي چارواکې له خولې چې نوم یې نه دی یاد شوی هم د دې خبرې پخلی کړی.

دې چارواکي ویلي، دوي سره د محمد میرا په نوم د یو الجزایري ټبره فرانسوي دوسیه شته.

خو د کندهار د والي ویاند احمد جاوید فیصل ویلي دوي هیڅکله داسې یو څوک نه دی نیولې او د نورو چارواکو ټولې څرګندونې یې بې بنسټه بللي دي.

محمد میرا چې دا مهال په خپل اپارتمان کې د پولیسو په محاصره کې دی تورن دی، چې په دې وروستیو څو ورځو کې یې د فرانسې په جنوب لودیځ کې په درې جلا بریدونو کې اوه تنه وژلي دي.

په دې ډله کې درې یهود ماشومان هم شامل دي چې د یهودو پر یو ښوونځي کې د ډزو پر مهال له یوه ښوونکي سره ووژل شول.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې میرا تر دې مخکې پاکستان او افغانستان ته سفرونه کړي او د خپلو وروستیو بریدونو علت هم له فرانسې بهر د فرانسوي ځواکونو کړنې ښودلي.

د رویټرز خبري اژانس د یو پاکستاني چارواکي له خولې ویلي چې دوی سره داسې کوم سند نه شته چې تایید کړي محمد میرا کوم مهال پاکستان ته ورغلی یا په دې هیواد کې نیول شوی وی.

فرانسوي امنیتي ځواکونه دا مهال له محمد میرا سره په مزاکراتو بوخت دی چې ځان پولیسو ته وسپاري. ویل کېږي چې پولیسو ددې مشکوک کس چې ځان د القاعده غړی بولي د کورنۍ ځینې غړي نیولې دي، او دا چې د پولیسو په ګمان له ډیرو وسلو سره په خپل اپارتمان کې دي تر اوسه یې پولیسو ته د ځان سپارلو څخه ډه ډه کړې ده. خو چارواکي وايي مشکوک کس ژمنه کړې چې ځان به پولیسو ته وسپاري.

نوموړې د ورستیو بریدونو مسولیت منلی او ویلي یې دي چې دا بریدونه یې د فلسطیني ماشومانو د غچ او له فرانسې بهر د فرانسوي ځواکونو پر فعالیتونو د اعتراض په توګه کړي او د نورو بریدونو پلان هم لري.
XS
SM
MD
LG