د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۳۳

سږکال یونیم میلیون ماشومان ښوونځیو ته جذبوو


د پوهنې وزارت مرستیال اصف ننګ
د افغانستان د پوهنې وزارت وایي، چې په روان کال او راتلونکو دریو کلونو کې به یې زیات تمرکز ښوونځیو ته د ټولو ماشومانو د استولو لپاره کمپاین ته ځانګړې وي.

د دغه وزارت مرستیال محمد اصف ننګ له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل، چې سږ کال هیله مند دی، چې یو اشاریه څلور میلیونه ماشومان په ښوونځیو کې جذب کړي.

خو له د دې ټولو هلو ځلو سره سره د پوهنې وزارت وایي، چې د پوهنې جشن به په پراخه کچه و نه لمانځي.

په کابل کې د ازادۍ راډیو خبریالې جمیله ظریف دا مرکه کړې او لومړې یې ترې د پوهنې د جشن د لمانځلو د څرنګوالي پوښتنه کړې، چې ښاغلي ورته داسې ځواب ورکړ.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:58 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG