د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۱۱

افغانستان دې د اداري فساد پرضد جدي عمل وکړي کنه مرستې بندوو!


په کابل کې د بریتانیا سفیر ویلیم پیټې
په کابل کې د بریتانیا سفیر ویلیم پیټې
په کابل کې د بریتانیا سفیر ویلي، که په افغانستان کې د ادرې فساد پر ضد کلک ګامونه اوچت نه شي نو دا احتمال به لرې نه وي، چې بریتانیا له دې هېواد سره له مالي مرستو لاس واخلي. بریتانیا له له خپلو نورو لویدیځو متحدینو سره په افغانستان کې اوس ځواکونه لري او له افغانانو سره مرستې کوي.


افغان حکومت باید د اداري فساد پر ضد په سمه توګه عمل وکړي کنه نو ممکنه ده، چې بریتانیا د دې هېواد امنیتي ځواکونو ته له مرستې شاه ته شي. دا خبره د چارشنبې په ورځ په کابل کې د بریتانیا سفیر یوې ورځپاڼې ته په مرکې کې کړې ده.

سر ویلیم پټې چې د کار موده یې په افغانستان کې مخ په ختمیدو ده، ویلي د افغانستان د حکومت په مهمو برخو کې د مشرتابه کموالی دی، څو وکولی شي، چې په پراخه اندازه له ادراي فساد سره معامله وکړي، چې د دې هیواد د حکومت مشروعیت یې له خطر سره مخامخ کړی دی.

د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼه د ویلیم پیټې په حواله لیکلي، په افغانستان کې په لوړه سطح کافي رهبري نشته او دا مساله تر ویناوو او شعارونو وتلې خبره ده، دوی یواځې خبرې کوي.

په کابل کې د بریتانیا سفیر ویلیم پیټې ویلي که د اداري فساد په برخه کې په اوږد مهال کې څه نه دي تر سره شوي، نو دلته یو ډیر قوی استدلال دا وایي، چې دا به داسې وي لکه ته چې ښیې پیسې په بدو بربادوي.

د بریتانیا په ګډون لویدیځ ملګري د افغانستان له امنیتي چارو سره په کال کې تقریباً څلور اعشاره یو ملیارده ډالره مرسته کوي، چې د پیټې په وینا دا مرسته ځکه ضروري ده، چې دا هیواد یو ځلې بیا د بې نظمیو او ګډوډیو کندې ته ونه لویږي. پیټې ویلي معلومداره ده، چې موږ به له دې هېواد سره مرستې جاري وساتو که چېرته افغانستان په خپله دې ته تیار نه وي، چې کومه هڅه وکړي نو د بریتانیا خلک به په دې اړه بیا بل ډول نظر ولري.

سره له دې چې په افغانستان کې څه باندې یو لک بهرني عسکر ځای پر ځای دي خو د ملګرو ملتونو په حواله راپورونه وایي، چې د طالبانو د رژیم له نسکوریدو راهیسې اوس ناخوالی خپل تر ټولو بد حد ته رسیدلی.

د ناټو په مشرۍ نړیوال سوله سات ځواکونه یا ایساف وایي، د شخړو اندازه مخ په کمېدو ده. لویدیځ ژمنه کړې، چې له افغانستان سره چې د شفافیت نړیوال سازمان د نړۍ یو له هغو هیوادنو بللی، چې اداري فساد په کې ډېر زیات دی، په دوه زره څوارلسم میلادي کال کې د خپلو عسکرو له ویستلو وروسته هم خپل مالي ملاتړ ته دوام ورکړي، څو یې پر امنیت او پراختیایي چارو ولګوي.
XS
SM
MD
LG