د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

له افغانستانه د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته ستونزې!


واشنګتن پوسټ ورځپاڼه تر دې سرليک لاندې، که بهرني پوځيان له افغانستانه ووځي له پنځو ستونزو سره به مخامخ شو، ليکي .

لومړی خو به په پاکستان کې د القاعده پرضد د بې پيلوټه الوتکو بريدونه بند شي. اوس مهال درې اتيا په سلو کې امريکايان د پاکستان په قبايلي سيمو کې د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو ملاتړ کوي.

د ورځپاڼې په باور له سمندره بيا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه نه شي ترسره کيدای، ځکه چې د پاکستان قبايلي سيمې له سمندره تر يو نيم زر کيلومټره ډيرې لرې دي، نو د ورځپاڼې په باور که چېرته د بې پيلوټه الوتکو بريدونو ته امريکا دوام ورکړي بايد په افغانسان کې او په تيره بيا د افغانستان په ختيځو او جنوبي سيمو کې امريکا پوځيان ولري او که دغه سيمې ناکراره وي بيا د پوځيانو حضور هم هلته ګرانه دي.

د واشنګتن پوسټ په باور که چيرته د افغانستان د ثبات لپاره امريکا هڅې نه کوي نو افغان حکومت به هم دې ته زړه ښه نه کړي، چې امريکايان په دې سيمو کې ايسار شي. البته که دا سيمې طالبانو ونيولې نو بيا خو بيخې امريکايانو ته دا کارونه سخته کيږي.

د ورځپاڼې په وينا په دې ډول به د پولې دواړو لوريو ته استخباراتي هلې ځلې هم ګډې وډې شي.

په دې توګه به پر ترورستانو فشار کم شي او هغوی به ازادانه خپل فعاليت کوي.

ورځپاڼه بيا وړاندې ليکي، که چېرته داسې وشي، چې دا بريدونه ودريږي نو دا ويره شته، چې پاکستان له اټمي وسلو سره د افراطيانو لاس ته ولويږي.

د ورځپاڼې په باور د امريکا د فشار له کميدو سره به القاعده او پاکستاني طالبان خپلې هڅې زياتې کړي، څو پاکستان بې ثباته کړي.

واشنګټن پوسټ بيا ليکي، چې القاعده شبکه به بېرته په افغانستان کې پناه ځای پيدا کړي او دا هغه څه دي، چې پر امريکا د سپټمبر له يولسمې وروسته د هغه د مخنوي لپاره امريکايي پوځيانو جګړه پيل کړه، قرباني يې ورکړه، څو ډاډه شي، چې بيا کله په افغانستان کې خوندي پناهځاي نه شي پيدا کولی.

د واشنګټن پوسټ په باور څلورمه ستونزه دا ده، چې القاعده به بيا دا جرات پيدا کړی، چې پر امريکا بريد وکړي. اسامه بن لادن ښکاره ويلي وو، چې د سپټمبر په يولسمه يې د دې لپاره بريدونه پر امريکا وکړل چې امريکا له بيروت او سوماليا بهر شي. اسامه خپلو ملاتړيو ته څرګنده کړې وه چې له افغانستانه به هم بهرني اخر په همدې توګه وځي.

واشنګتن پوسټ بيا وړاندې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو پنځمه ستونزه په ګوته کوي او ليکي چې ايران به غښتلي شي. دغه هيواد هسې هم په سيمه کې يو مهم ستراتيژيک هدف چې له عراقه د امريکايي پوځيانو بشپړ وتل دي ترلاسه کړي دي.
XS
SM
MD
LG