د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

په افغانستان کې شوي پرمختګونه حقیقي او ثابت دي


په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الن
په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الن
په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان وایي، چې د امریکا متحده ایالات باید له هغوستونزو سره سره چې په دې وروستیو کې د امریکا او افغانستان په اړیکو کې راپور ته شوي، په راتلونکو میاشتو کې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو د پلان په شمول په دې هېواد کې په خپلې ستراتیژی عمل وکړي.

امریکایي جنرال جان الین به دا څرګندونې نن د امریکا د کانګرس غړیو ته وکړي.

نوموړی په افغانستان کې د قرانکریم د سوزولو او د یوه امریکایي عسکر له لوري د ملکي وګړو له وژل کیدو وروسته، چې په دې هیواد کې یې د امریکا ضد احساسات راپارولي دي، د لومړی ځل لپاره د کانګرس استماعیه غونډه کې برخه اخلي.

د دغو ورستیو پیښو له امله پرامریکایي ځواکونو حملې زیاتې شوي او افغان چارواکو هم له امریکایي پوځیانو غوښتي، چې له کلیو او د اوسیدو له سیمو دې ووځي.

دغو پیښو په کانګرس کې هم له دغې جګړه سره مخالفتونه زیات کړي او دغه اختلاف به هله راڅرګند شي، چې کله جان الن نن د استازیو د جرګې د پوځي خدماتو د کمیټې په استماعیه غونډه کې د وکیلانو پوښتنو ته ځواب وایي.

یوشمېر وکیلان به چې د افغانستان په اړه د بارک اوباما له ستراتیژي سره جوړ ندي له هغه سختې پوښتنې وکړي.

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان په هغه لیکلي بیان کې چې د کانګرس استماعیه غونډې ته یې برابر کړی او یوه کاپي یې اسوشیېټډ پرېس اژانس ترلاسه کړی، په دې ټینګار کړی، چې په تیرو څو میاشتو کې د ایتلافي او افغان ځواکونو د ګډو هڅو په نتیجه کې پرمختګونه شوي او د وسله والو مقاومت مات شوی، خو دا یو اوږد او له ستونزو ډک کمپاین و، چې ډیرلګښت هم ورسره مل و.

جان الن وایي، موږ په دې برخه کې ستونزې لرلې اوس هم ستونزې لرو او په راتلونکې کې به هم ورسره مخ یو.

هغه وویل، کاشکې یې کولای شوی چې ووایي دا ساده جګړه ده او پرمختګونه یې هم په اسانۍ ارزول کیدای شي، خو داسې نه ده دا د بغاوت ضد جګړه ده.

جان الین په داسې وخت کې د امریکا د کانګرس په استماعیه غونډه کې برخه اخلي، چې په افغانستان کې د لس کلنې جګړی د دوام په خاطرد افغان امریکایي مشرانو محبوبیت کم شوی او پر امریکایي قومندانانو فشارونه زیات شوي؛ چې ځواکونه بېرته وطن ته ستانه کړي.

الن به په افغانستان کې د وروستیو خونړیو پیښو سره سره کانګرس ته ووایي، چې که څه هم په دې هېواد کې به سخت کار په مخ کې وي، خو شوي پرمختګونه هم حقیقي دي او مهمه داچې هغه ثابت دی.

د استازیو د جرګې د پوځي خدماتو د کمیټې مشر جمهوري غوښتونکی هاوارډ بک مکیون په دې ټینګار کړی، چې له افغانستانه باید ځواکونه په محتاطانه ډول وایستل شي، څو په دې هیواد کې شوی پرمختګونه له خطرسره مخ نه شي.

خو په دې کمیټه د ډموکراټانو یوه مخکښه څیړه اډم سمیټ یو د هغو کسانو له ډلې دی، چې له افغانستانه په بیړه د ځواکونوپه ایستلو ټینګار کوي.

یوه لوړرتبه امریکایي چارواکي پرون وویل، که څه هم جان الن به د دغې جګړې د څرنګوالي په اړه د وکیلانو له سختو پوښتونو سره مخ شي، خو دی به د موجودې ستراتیژۍ پرتطبیق ټینګار وکړي.

د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیټا هم تیره اونۍ افغانستان ته د سفر پر مهال ورته پیغام ورکړ او ویې ویل، چې امریکا باید د خپل ماموریت اهداف له پامه ونه غورځوي.
XS
SM
MD
LG