تیره ورځ د پاکستان د پارلمان یوې ځانګړې کميټې له امريکا سره ددې هیواد د اړيکو او د خپلې خاورې له لارې په افغانستان کې دیره ناټو ځواکونو ته د اکمالاتي لارې بیرته پرانستو په باب خپل وړاندیزونه او غوښتنې ولسي جرګې ته وړاندې کړل.
ټاکل شوې د پارلمان غړي به درې ورځې پر دې موضوع بحث کوي او پنجشنبې په ورځ به نهايي پریکړه صادروي.
ددې کميټې مشر او د واکمن پيپلز ګوند مهم غړي سناتور رضا رباني له رسنیو سره په خبرو کې ځينې غوښتنې په ډاګه کړې، چې په هغې کې ویل شوي، چې امريکا باید د هغې پيښې په باب بې له قید و شرطه بښنه وغواړي، چې په تیر نومبر میاشت کې يې په مومندو کې د پاکستان پر یوه سرحدي پوسته برید کړ او څلریشت پاکستاني پوځيان يې ووژل.
همداشان دولت ته سپارښتنه شوې، چې پر امريکادې فشار راوړي څو له دې وروسته د بې پيلوټه الوتکو بریدونه ودروي، د پاکستان دولت باید د ناټو د اکمالاتي کارانونو کلکه څارنه وکړي او د کراچۍ له بندره نیولې تر تورخم او سپين بولدک پورې دې څو ډوله محصولات واخلي، د پاکستان دولت باید له امریکا سره هره پریکړه او لوظنامه په لیکلې بڼه وکړي او پارلمان باید په جریان کې وي.
په پيښور کې د ازادي راډیو خبريال مجیب الرحمان انګار ددې موضوع په باب د سیاسي چارو له کارپوه او ازاد ژورنالیست قریش خټک سره مرکه کړې او په پيل کې يې ترې پوښتلي، چې د پاکستان بهرنۍ تګلاره تل د پوځ او استخباراتو له خوا ټاکل کیږي، دا موضوع څنګه پارلمان ته راجع کړل شوه؟