د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳۱ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۴۷

د کابل اوسېدونکو د نوي کال لومړۍ ورځ ولمانځله


د مېلې لپاره راغلي خلک
د نوروز په لومړۍ ورځ د کابل ښار په بیلا بیلو پارکونو او تفریح ځایونو لکه بابر باغ، ښځینه بڼ، د مرنجان غونډۍ قرغه او باغ بالا ته یوشمېر کورنۍ د سیل او میلې لپاره راغلې وې.

په ځینو دغو تفریح او میله ځایونو کې د کابل ښاروالۍ او د اطلاعاتو کلتور وزارت په مرسته د سیلانیانو لپاره موسیقي، تیاتر او د سپورټ مینه والو ته بیلا بیلې لوبې برابرې شوې وي.

یوشمېر کورنۍ، چې په نوروز کې له خپلوانو او دوستانو سره د سیل او میلې لپاره را وتلي وو، شکایت کاوه، چې په کابل ښارکې د میلو لپاره پراخ، په زړه پورې پارکونه او سیمې نه دی موجودې.

ډیري ښځې او نجونې د میلې اوتفریح لپاره د کابل ښار ښځینه بڼ ته راغلې وي، دوی شکایت کاوه، چې دا بڼ د ښځو د تفریح لپاره کافی نه دی او باید چې د ښځو لپاره د میلې خوندي ځایونه زیات شي، دوی خپلې غوښتنې او نظرونه داسې څرګند کړل:

″۱ - زما نوم بنفشه ده، د لومړی ځل لپاره مو زړه وکړ، چې د ښځو باغ ته راشم نور کلونه موږ همیشه کور کې وو، ځکه زموږ لپاره د تفریح مناسب ځایونه نشته امنیت مو خوندی نه دی او همدا راز په ښځینه بڼ کې هم د ښځو لپاره د تفریح وسایل نشته.

۲ - زما نوم لیمه دي، موږ د ښځو باغ ته راغلي یو دلته ځان لږ خوندي بولو نور وخت به مور نورو ځاینونو ته د میلې لپاره تلو زموږ څنګ ته د مرنجان غونډۍ نږدې ده، خو هله سړي او هلکان ډېر دي، یوځل باغ بابر ته لاړو په خپل تګ پښیمانه شو، بیا باغ بالا ته لاړو هلته هم په خپل تګ پیښمان شو، هلکان او سړیان دی، چې کتری وایي.

۳ - زما نوم عایشه ده، باغ زنانه کې یم، زما نظر دا دی، چې د ښځو لپاره باید ډیر پراخ تفریح ځایونه جوړ شي، دلته د کابل نفوس زیات دی، د ښځو لپاره د تفریح ځای نشته، نو ټولې دلته راغونډیږي اوس په دې باغ کې د پښې ایښودلو ځای نشته ډیر تنګ دی.″

که څه هم په کابل ښارکې د نوی کال په لومړې ورځ آسمان شین و، خو د نورو کلونو په پرتله سږکال د میلو او تفریح په ځایونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه کمه وه، په ځانګړې توګه هغه ځایونه، چې په تیرو کلونوکې به د کال په لومړۍ ورځ په کې ښځې، نارینه واړه او زاړه ډیر ګرځیدلی او ښې شیبې به یې تیرولې.

د کابل ښاروال محمد یونس نو اندیش د نوي کال په لومړۍ ورځ په بابر باغ کې د خبرو پر مهال وویل، چې په تیرکال کې په کابل ښارکې یوشمېر پارکونه جوړ شوی او دوی په نوي کال کې د کابل ښار د سمسورتیا او د نویو پارکونو اوتفریح ځایونو د جوړولو لپاره یو لړ پلانونه ترلاس لاندې لري:

″زموږ پلان دا دی، چې سږکال یو میلیون نوي نیالګي کښېنوو، د دې ترڅنګ دېرش پارکونه د جوړیدو په حال کې دي او پنځلس نورنوي پارکونه هم جوړو او د ښار په بیلا بیلو برخو کې د سړکونو رغول هم پیلیږي.″

په کابل ښارکې خلک په داسې حال کې د پارکونو او زرغونو تفریح ځایونو د جوړولو غوښتنه کوي، چې دا مهال د کابل ښار هوا تر بل هروخت ډیره ککړه ده او هیڅوک په آسانه زړه نه ښه کوي، چې اړتیا پرته په مناسبتي او د رخصتیو په ورځو کې له خپلو کورونو څخه ووځي.

دغه راز د امنیتي اندیښنو ترڅنګ سږکال د یوشمېر دیني عالمانو له خوا د هغو تبلیغاتي پاڼو خپرول هم په کابل ښار کې د نوروز په مراسمو کې د خلکو ګډون کم رنګه کړ، چې په کې د نوروز په نوم هرډول مراسم او میلې د اسلام خلاف عمل بلل شوی و.

راپور: ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG