د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳۱ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۱۴

په افغانستان کې پر بهرنيو پوځيانو د جګړې اغيز


د بنجوايي په پېښه کې ښکېل امریکایی رابرټ بېلز

هغه امريکايي عسکر له خپل مدافع وکيل سره وليدل، چې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د ملکي افغانانو په وژنه تورن شوی دی. رابرت بيلز تورن شوی، چې د کب په يو ويشتمه يې د شپې پر مهال د پنجوايي په ولسوالۍ کې شپاړس ملکيان ووژل. دغه اته ديرش کلن پوځي ولې دا کار کړی؟

رابرټ بيلز څو ورځې وروسته تر دې د امريکا په پوځ کې شامل شو، چې د دوه زره لومړي ميلادي کال د سپټمبر د يولسمې پيښه وشوه.

څه باندې يوه لسيزه وروسته بيلز تورن شو، چې شپاړس ملکيان يې د کندهار په پنجوايي کې وژلې دي. ده په عراق کې هم عسکري کړې ده او څلور ځلې دغو دو جګړو ته د افغانستان او عراق جګړو ته له امريکا استول شوی دی.

″جان هينري براون″ د بيلز مدافع وکيل دی، ده د لومړي ځل لپاره د دوشنبې په ورځ خپل موکل په امريکا کې د کانساس په پوځي زندان کې وليد. تر ليدو مخکې مدافع وکيل واشنګتن پوسټ ورځپاڼې ته وويل، چې ″بيلز″ تېر مني نه غوښتل، چې افغانستان ته واستول شي او دي مخکې په عراق کې پر سر ټپي شوي و. تر ليدو ورسته د بيلز مدافع وکيل وويل، ښايي بيلز روحي ضربه ليدلې وي، خو وار له مخه نه وه تشخيص شوې.

د بيلز شخصي ژوند او له لګيدلي تور سره سم، د ده جرم په افغانستان کې له يوې لسيزې د اوږدې مودې په مخه په جګړې کې د بشري قربانيانو په برخه کې موجوده بحث بيا تودوي.

له دوه زره لومړي ميلادي کال راهيسې افغانستان او عراق ته د استول شويو امريکايي پوځيانو شمېر تر دوو مليونو اوړي. دا هغه شمېره ده، چې يو ځل يوه ډله ليږل شوې او بله ايستل شوې چې په دې حساب يې شمېر تر دوو ميليونو اوښتي.

″فېل لينډيز″ يو وخت په ويتنام کې عسکر و، اوس په سان ډياګو کې د جګړې د ځپل شويو پوځيانو يو مرکز لري، چې هر کال په کې تر دو زرو له ډيرو بې کوره پوځيانو سره مرسته کيږي، چې يا ټپي شوي وي، يا ذهناً ناروغه شوې وي، يا بې کاره شوې وي او يا هم معتاده شوې وي، دی د جګړې د اغيزو په اړه وايي:

″يو کال زما لپاره کافي و. اوس پر دغو ځوانو نارينه او ښځينو چې څو ځله جګړې ته تللي دي د اغيزو تصور نه شم کولی، يوه ځل بيا بل ځل بيا بل ځل استول شوي دي.

په خپله روحي ضربه پرې راځي. لرې ځای نه ځي. نو دغه ځوانان او ځوانانې چې عراق يا افغانستان ته تللي دي، بيا يې شپږ اووه مياشتې پر کور تيرې کړي او بېرته دغو هېوادو ته ستانه شوي. دوی کله هم ارامه شوې نه دي، دوی کله هم دا فرصت نه دی پيدا کړی، چې د دې ماموريت له قيده ځان وساتي او يا ورته وويل شي، چې ځان وساتي. دا اغيزې پر دوی خورا ژورې دي او د مايوسۍ وړ دي.″

په پنجوايي کې د ملکي افغانانو پر وژنه تورن بيلز وايي، چې دوې ورځې مخکې تر دې چې دغه د پنجوايي پيښه چې دی پرې تورن شوی دی، رامنځته شي، دی د خپل يوه ملګري د پښې د قطع کيدو شاهد و.

د دې سربيره چې دی په عراق کې پر سر ټپي شوی دی د ده د پښې يوه برخه هم غوڅه شوې ده.

د امريکا د دفاع وزارت د احصاييو له مخې په عراق او افغانستان کې له دوه زره لومړي کال راهيسې څلويښت زره امريکايي پوځيان ټپيان شوې دي.

د دغو ټپيانو په ډله کې يو هم کاميرون کار نوميږي. ده چې کله تيرميلادي کال د ژمې په مخه په کندهار کې يوه کلي ته څيرمه مځکه له ماينونو پاکوله چې زخمي شو او کيڼه پښه يې له زنګانه لاندې قطع شوه.

په واشنګتن کې د پوځي روغتون بهر ده وويل، د ناروغۍ اغيزې خپله ډير نه احساسوي خو ډير پوځيان پيژني چې ځوريږي:

″ښکاره ده، چې زخمونه په خپله په ډيرو مواردو کې روحي ناروغۍ پيدا کوي. سخت حالت پيدا کوي دا د ټوکې تجربه نه ده. ځني انسانان بختور دي، ذهن پاکوي، خو زموږ اکثر ملګري دې ته متوجه وي، چې له دې سره وضعيت نور هم پسې خرابيږي.

اکثر کسان ځو ځله جګړې ته استول کيږي، نو څو ځله داسې پيښې ويني چې خداي دې په چا نه ويني، خصوصاً نولس کلن او شل کلن يا هر څو عمر چې لري.″

ارواپوه شيري بالټر چې تر شل کلونو ډير وخت وشو، چې د جګړې د قربانيانو درملنه کوي دا مني، چې د جګړې ځپونکو پوځيانو روحي درملنه اسانه نه ده:

″ د يو شمېر پوځيانو ستره تجربه د قربانيانو ده. چې يا يې ښايي ملګري پوځيان وژل شوې وي او يا د هغوی د وجود کومه برخه قطع شوې وي او يا يې هم د وجود کومه برخه له کاره لويدلې وي. دا کسان ښايي د دوی خپلوان وي يا يې هم د جګړې پر مهال نژدې ملګري شوي وي.

زموږ د جګړې يو شمېر پوځيان بيا معتاده شوي دي يا هم پر نورو تيري کوي.″

د امريکا يوه پوځي چارواکي چې د نوم له اخيستلو ډډه وکړه رسنيو ته وويل، چې رابرټ بيلز د پنجوايي تر پېښې څو ساعته مخکې الکحول څښلي وو.

يوه بل امريکايي پوځي چارواکي بيا نيويارک ټايمز ورځپاڼې ته وويل، چې بيلز هم په الکحولو معتاد و او هم يې روحي فشار درلود.

سره له دې چې په عراق او افغانستان کې پر پوځيانو الحکول بند شوې دي، خو بيا هم د امريکا د پوځ په وينا په تيرو پنځو کلونو کې په شرابو د معتادو پوځيانو شمير دوه برابره شوې دي.
XS
SM
MD
LG