د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۴ وری ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۴۷

ولسمشر کرزي د نوي کال په لومړۍ ورځ طالبان سولې ته راوبلل


افغان ولسمشر حامد کرزی
د تیرو کلونو پرخلاف ولسمشرکرزي سږ کال د نوروز په مناسبت لیکلی پیغام ورکړ، چې په کې خلکو ته د مبارکۍ ترڅنګ یوځل بیا له طالبانو او نورو وسله والو مخالفانو نه غوښتل شوي، چې د جګړې پرځای د سولې لاره خپله کړي.

د جمهور رییس کرزي په دې لیکلي پیغام کې چې په باغ بابر کې د نوروز په مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتي مرستیال دین محمد مبارز راشدي له خوا ولوستل شو ۱۳۹۰ لمریز کال له ستونزو او شخو شلانګو ډک کال بلل شوی.

ولسمشرکرزي په خپل پیغام کې ویلي، چې په تیرکال کې د افغانستان یوشمېر مهم شخصیتونه او سلګونه بې ګناه ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل وو ووژل شول، خو ده پر وسله والو مخالفانو غږ وکړ، چې جنګ ته شاه او سولې ته مخه کړي:

″پر هغو وسله والو چې د خپل هېواد پر وړاندې جنګیږي، غږ کوم، چې ټوپک له خپلې اوږې راکوز کړي او د سولې د روانو خبرو ملاتړ وکړي، د وطن له تخریب او د خپلو هېوادوالو له وژلو لاس واخلي او لکه نورو افغانانو د وطن د ابادۍ او شېراۍ لپاره مټې راونغاړي.″

ولسمشر کرزي د نوروز او اخترونو په څیر ورځو کې تل خلکو ته د مبارکۍ په خواکې پر وسله والو مخالفانو په ورته توګه د سولې غږ کړی، خو طالبانو او نورو وسله والو مخالفانو د ده دا ډول غوښتنو ته منفي ځواب ویلی دی.

په عین حال کې عام افغانان چې د جګړو له امله ډیر زوریدلی، نوي کال ته په ښه سترګه ګوري او هیله کوي، چې په دې کال کې له افغانستان څخه د جګړو او نا امنیو ټغر ټول شي.

د کابل ښار څو تنو اوسیدونکو په دې اړه آزادی راډیو ته خپل نظرونه داسې بیان کړل:

″۱ - موږ له الله پاک څخه دا غواړو، چې په افغانستان کې سوله راشي، چې زموږ وطن جوړو او خلک نور له جنګونو ستړي دي.

۲ – نوی کال دی، خدای دې وکړي، چې له خوښیو ډک کال وي. موږ له خدای پاک څخه سوله او ارامي غواړو.

۳- خدای پاک دې زموږ هېواد د نورو هېوادونو په څېر غښلی کړي، خدای پاک دې زموږ په هېواد کې سوله راولي او موږ دې خدای پاک په اتفاق لري.″

ولسمشرکرزي د نوروز په مناسبت په خپل پیغام کې په داسې حال کې پر وسله والو مخالفانو د سولې غږ وکړ، چې طالبانو تیره اونۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې په قطر کې یې له امریکا سره د سولې لومړنۍ خبرې آترې هم ځنډولي دي.

د طالبانو له دې اعلان سره په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت په برخه کې خلکو ته پیدا شوې هیلې هم څه ناڅه ټکنۍ شوې خو افغان حکومتي چارواکي ټینګار کوي، چې دوی به د سولې هلو ځلو ته په پوره قوت سره دوام ورکړي.
XS
SM
MD
LG