د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۲

په کابل کې د نوروز لمانځنه

په افغانستان کې د نوي کال لومړۍ ورځې لمانځنه یا نوروز تاریخي او دوديزې ريښې لري، هر کال دغه ورځ د مزار شریف په نامتو زیارت کې چې د حضرت علي (کرم الله وجهه) د زیارت په نوم یادیږي، د سخي د جنډې په پورته کولو سره لمانځل کیږي. د افغانستان له نورو ولایتونو او لرو پرتو سیمو څخه خلک د نوروز د لمانځلو لپاره مزار شریف ته سفر کوي او د سخي جنډې د پورته کولو چې د ″ګل سرخ″ د میلې په نامه مشهوره ده ګډون کوي. د سخي صاحب جنډه د دولتي چارواکو په ویناوو او د یوویشتو توپونو په ویشتلو سره د چهار باغ په نامه زیارت کې زرګونو خلکو په ګډون سره لمانځل کیږي.

XS
SM
MD
LG