د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳۱ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۰۸

د افغانستان کرکټ ټیم برموډا ته په ۱۵ منډو ماتې ورکړه


نن د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د برموډا ملي ټیم ته ماتې ورکړه او په ټورنمنټ کې یې پرله پسې اوومه بریا خپله کړه.

په عربي متحده اماراتو کې د کرکټ نړیوالو شل آوریزو سیالیو ته دلار موندنې په لوبو کې نن د افغانستان کرکټ ټیم د برموډا لوبډلې ته په پنځلسو منډو ماټې ورکړه.

دا لوبه چې نن سهار په سیمه ایز وخت په لسو بجو پیل شوه، افغان لوبډلې پچه وګټله او د بېټنګ یا توب وهلو پرېکړه یې وکړه، چې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۷۷ منډې جوړې او سیال ټیم ته یې د ۱۷۸ منډو هدف وټاکه.

محمد شهزاد (په ۳۸ توپو کې ۶۴) ترټولو ډیرې منډې جوړې کړې، ګل نبي او اصغر ستانکزي شپږویشت – شپږویشت، کریم صادق او محمد نبي دوه ویشت – دوه ویشت او جاوید احمد ۱۳ منډې جوړې کړې.

د برموډا په باولرانو (توب اچوونکو) کې سټووېل ۲ او روبینسن، ټروټ او ګېلبرټ یو یو لوبغاړي وسوځول.

له نیم سات دمې نه وروسته لوبه بیا پیل شوه، چې برموډایي بېټسمن ″سټووېل″ د افتاب عالم د لومړي اوور په دریم بال پرته له کومې منډې اووټ شو.

له دې سره برموډايي بېټسمینانو د افغان باولرانو مقابله وکړه، خو بیا یې هم ونه شو کړای، چې له افغان لوري څخه ورته ټاکل شوی هدف (۱۷۸) جوړې کړای شي او د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۶۲ منډې جوړې کړې

افغان لوري د برموډا په مقابل کې خپل ۷ باولران وکارول. افتاب عالم تر ټولو ښه باولینګ وکړ او په څلورو اورونو کې یې ۳ تنه وسوځول، میرویس اشرف، زمان ظهیر او سلیمان شینواري یوه یوه ویکټه واخیستله.

په اې ګروپ کې د افغانستان ملي لوبډله او په بي ګروب کې د هالینډملي لوبډلې د سیالانو په سر کې دي

په دغو سیالیو کې د افغانستان ټیم تر اوسه اوه لوبې کړي، چې اوه واړه یې ګټلې دي او ۱۴ نمرې لري. افغان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه له ″پي. ان. جي″ هېواد څخه، دویمه یې له هالینډ، دریمه یې له ډنمارک، څلورمه یې له نیپال، پنځمه یې له کاناډا، شپږمه یې له هانګ کانګ او اوومه یعنې نننۍ لوبه یې له برموډا څخه وګټله.

په دې لوبوکې شپاړس هیوادونه برخه لري، چې دوه به یې له نورو څخه د ډیرو نمرو په ګټلو سره د کرکټ په نړیوالو شل آوریزو مسابقوکې چې څه موده وروسته به ترسره کیږي د ګډون حق ترلاسه کړي.

افغانستان تراوسه پورې يو ځل نړيوالو شل اوريزو سياليو ته بريالي شوی. تېر ځل افغانستان له هند او جنوبي افريقا سره په نړيوالو شل اوريزو اتلوليو کې په يوه ګروپ کې برابر شوی و.

راپور: محمد عارف لودین
XS
SM
MD
LG