د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

امریکا له طالبانو سره دنښتو لپاره تیاری نیسي


والسټریټ ژورنال:

والسټریټ ژورنال ورځپاڼه، امریکا په پسرلي کې له طالبانو سره نښتو ته تیاری نیسي، ترسرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکي، هغه امریکایي عسکر چې د تیرکال په اګست میاشت کې د کونړ ولایت یوې لوړې څوکې ته ختلي و او هلته یې د څارنې پوسته جوړه کړې، سږکال به دغه ځواکونه جنوب ته واستول شي.

امریکایي قومندانان انتظار لري، چې وسله وال مخالفان به د نوي کال له پیلیدو سره سم د حملو نوی کمپاین پیل کړي او دغه کمپاین به ترډیره بریده د افغانستان پرختیځ چې له ستراتیژیکې پلوه د وسله والو او افغان حکومت دواړو لپاره له اهمیته برخمن دی، متمرکز وي.

والسټریت ژورنال په افغانستان کې د امریکایي او ناتو ځواکونو د عمومي قومندان جنرال جان الن له قوله وایي چې د ختیځ جغرافیایي موقعیت پرنښتو مستقیم اغیز کوي، د جنوب خلاف په ختیځ کې چې د واورو اوریدل پیل شي، وسله وال فعالیتونه معمولا کمیږي، په تیره تیرژمی د سړې هوا له امله په سیمه کې دغسې یو وضعیت رامنځ ته شوی و.

خو د جال الن په وینا سږکال به ایتلافي ځواکونه په سیمه کې له یوه سخت حالت سره مخ وي. داسې یو حالت سره چی دغو ځواکونو تراوسه په جنوب کې ندی تجربه کړی.

والسټریټ ژورنال وړاندې لیکي، یوشمیر امریکایي لوړرتبه قومندانانوپلان درلود چې سږکال په ختیځ کې ځواکونه پیاوړي کړي او هغه عسکرچې په جنوب کې د پوځي هڅو په نتیجه کې د ترلاسه شویوبریاوو له وجې فارغ شوي، ختیځ ته واستوي خو دغه پلان اوس لغوشوی او یوعلت یې هم په جنوب کې د وروستیو لاس ته رواړنوپه اړه راپورته شوې اندیښنې بلل شوي دي.

د ورځپاڼې په وینا تراوسه دا ډاډ ندی حاصل شوی چې په سیمه کې به دغه پرمختګ ثابت وي.

د ختیځ لپاره د ایتلافي ځواکونو قومندان جنرال ډانیل الین والسټریټ ته په مرکه کې وویل چې ایتلافی ځواکونو د وسله والو د حملو د مخنیوي لپاره تیاری نیولی اود پایتخت د امنیت د ټینګښت لپاره یی په څوکمربندونو کې امنیتي پلانونه ترتیب کړې چې په دې سره به د وسله والو حملې په هرګام کې په شاوتمبول شي.

فایننشل ټایمز:

فایننشل ټایمز ورځپاڼه، افغانستان له هیواده د پانګې د ایستلو د مخنیوي لپاره اقدام کوي، ترسرلیک لاندې په یوه مقاله کې لیکي، د افغانستان حکومت وروسته له هغې له هیواده د پیسو د ایستلو په وړاندې نوي اقدامات کړي چې د افغانستان مرکزي بانک افشاکړه چې له کابله په الوتکو کې د پیسو ایستل دوه چنده زیات شوي او تیرکال څلورمیلیارډ او شپږ سوه میلیون ډالره ایستل شوي دي.

افغان چارواکي ګومان کوي چې دغه پیسې چې په کارتنونو،بکسونواو کڅوړو کې د کابل د هوایی ډګر له لارې دوبی ته په پروازونو کې ایستل شوي، د مخدره موادو او جنایت کارانو پیسې دي.

د ورځپاڼې په وینا لویدیځ متحدین چې د افغانستان د دولت په جوړولو یې میلیارډونه ډالرلګولي له دې اندیښنه لري چې له افغانستانه د دغومره زیاتې پانګې په ایستلو سره به په دې هیواد کې د اداري فساد لمنه چې د خلکو او کرزي د حکومت ترمنځ یې فاصله زیاته کړې او هم یې د طالبانو خواخوږي زیات کړي، لاپسې پراخه شي.

ویل کیږي چې دا د افغانستان د تیرمالي کال د ټولې دولتی بودجې چې ۴،۸ میلیارډ ډالره وه، معادل پیسې دي.

د افغانستان د مرکزي بانک ریس نوراله دلاوري وایي، ده د پیسو د انتقال په اړه نوي محدودیتونه وضع کړي او یومسافرنشي کولای چې له شل زره ډالرو زیاتې پیسې له ځان سره یوسي او که څوک غواړی بهرته له دې زیاتې پیسې انتقال کړي نو باید د بانک له لارې یې ولیږدوي.

خو د فایننشل ټایمز ورځپاڼې په وینا لوړرتبه افغان چارواکي په ډیرې اسانۍ کولای شي چی زیاته اندازه نغدې پیسې بهرته له ځان سره ولیږدوی.

ورځپاڼې د ولسمشر کرزي د پخواني مرستیال احمدضیا مسعود نوم یاد کړی چې امریکایي ویکي لیکس انترنټ پاڼې یې د وبۍ ته د میلیونونو ډالرو د لیږدولو مسله افشا کړې وه.

په کابل کې د امریکا د سفارت د اسنادو له مخې ښاغلي مسعود چې ۵۲ میلیون ډالره ورسره و، دوبۍ ته له رسیدو سره سم له نیول کیدو سمدستي وروسته بې له دې چې ورڅخه پوښتنې ګرویږنې وشي، بیرته خوشې شوی و.
XS
SM
MD
LG