د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

"افغانان دې د سولې په ټینګښت کې مرسته وکړي"


د افغانستان د سولې د عالي شورا په دغه پیغام کې افغان سیاسي مشرانو او وسله والو مخالفینو ته سپارښتنه شوې، چې د سولې د هلو ځلو په وړاندې مسؤلانه چلند وکړي.

دا پیغام د نوي کال په مناسبت د دوشنبې په ورځ خپور شوې او په کې د افغانستان له ټولو خلکو غوښتل شوي، چې د سولې په ټینګښت کې له حکومت سره همکاري وکړي.

که څه هم د سولې عالي شورا په دې پیغام کې دا ډاډ ورکړې، چې خپلو هلو ځلو ته به دوام ورکړي، خو د دې شورا یو غړې ځینې حکومتي کړۍ او د شورا غړي تورنوي، چې په دې برخه کې ریښتینې هڅې نه کوي.

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د امربالمعروف او نهی عن المنکر اداري مشر مولوي قلم الدین، چې د سولې د عالي شورا غړې هم دې وایي، که ریښتینې هڅې وشي، نو ډیر ژر پخلاینه کیدای شي.

"څوک چې سوله نه غواړي د سولې په شورا کې هم شته او په افغان حکومت کې هم شته سوله خو د افغانستان خلک غواړي چې اړ دي ورته طالبان هم سوله غواړي چې څوک يي ورسره وکړي خو څوک يي نه غواړي."

که څه هم ښاغلي قلم الدین په ځانګړي توګه د کوم کس او یا کومې ډلې نوم ونه ښود، خو ویل کیږي د دې شورا ځینې هغه غړي، چې د حکومت په اپوزسیون کې شامل دي نه غواړي د پخلاینې دا بهیر بریالې شي.

د سولې د عالي شورا د دې غړي له خوا دا انتقاد په داسې حال کې شوې، چې طالبانو په قطر کې له امریکا سره د سولې خبرو لړی ځنډولې ده.

طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د امریکا متحده ایالاتو د دغه ډلې دوه اساسي غوښتنې، چې یو یي په قطر کې د دفتر پرانیستل او بل یي د زندانیانو تبادله وه نه دي عملي کړي.

که څه هم د سولې له خبرو نه د طالبانو شاته کیدلو د خلکو په منځ کې یو لړ پوښتنې را ولاړې کړي، خو مولوي قلم الدین وايي طالبان د سولې غوښتونکي دي او که غوښتنې یې ومنل شي هغوي سوله مني.

ښاغلي قلم الدین دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې طالبانو په خپله اعلامیه کې د افغان حکومت سره هم د سولې خبرې رد کړي دي.

خو د ولسمشر ویاند ایمل فیضي له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې ویلي، د طالبانو وروستی اعلامیې د دوي په هڅو کوم منفي اغیز نه دی کړی او د دوي تماسونه د پخوا په شان دوام لري:

"افغانستان د سولې په اړه خپلو هلو ځلو ته ادامه ورکوي او له وسلوالو مخالفینو سره د سولې خبرې وکړي خو زموږ کوښښونه جریان لري ټول هغه هېوادونه چې په دې اړه زموږ سره همکاري کوي دې هغوي سره موږ په تماس کې یو."

په ورته وخت کې افغان حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره له پاکستاني چارواکو څخه غوښتي چې د طالب مشرانو سره د افغانستان دولت د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي.

که څه هم ویل کیږي، چې اسلام اباد د افغانستان حکومت غوښتنې ته مثبت ځواب ویلی، خو
خو د سولې عالي شورا وايي، چې اسلام اباد تر اوسه په دې برخه کې کوم عملي ګام نه دی پورته کړی.
XS
SM
MD
LG