د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۱۵

"د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی۳۸سلنه زیات شوې"


په افغانستان کې د رسنیو د ملاتړ اداره نۍ په خپل دې راپور کې په هېواد کې موجودو ستونزو ته په اشارې اندیښنه څرګندوي، چې په روان کال کې به دا تاوتریخوالې لا زیات شي.

دغې ادارې په خپل تازه راپورکې چې د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته استول شوي، په حکومت انتقاد کړې، چې د خبریالانو د وژنې د دوسیو په تعقیب کې پاتې راغلې او همدا د تاوتریخوالي د زیاتیدو اصلي لامل دې.

د دې ادارې یو مسول محمد صابر فهیم ازادۍ راډيو د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره ځینې سپارښتنې هم وړاندې کړي.

ښاغلي فهیم زیاته کړه، په تیر میلادي کال کې څلور تنه ژورنالستان، په بېلابېلو ځایونو کې وژل شوي او سږ کال د ژورنالستانو پر وړاندې د دولتي چارواکو، د وسله والو مخالفینو او په افغانستان کی د میشتو بهرنیو ځواکونو له خوا د تاوتریخوالي بیلابیلې پيښې ثبت شوي دي.

دی د ژورنالستانو پروړاندې د تاوتریخوالي د ډیریدو لاملونه د ناامنیو زیاتیدل، له قانون څخه د دولتي مسولینو سرغړنه، اومجریمنو ته سزا نه ورکول په ګوته کوي.

د افغانستان د اطالاعاتو او کلتوروزارت هم د ژورنالستانو په وړاندی تاوتریخوالي تاییدودي او وایي، چې دوي بېلابېلو ارګانو سره په دې برخه کې خبرې کړي، ترڅو د ژورنالستانو په وړاندې له تاو تریخوالې لاس واخلي.

د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سلاکار جلال نورانې په دې اړه ازادۍ راډيو ته وویل:

(دی وایي د اطلاعاتو فرهنګ وزیر د ملي امنیت ادارې، کورنیو چارو وزارت او ځنیو نور ادرارو سره خبری کړی دي، ترڅو د دوي امنیتي کسان خبریالانو سره له تاو تریخوالې لاس واخلې او دوي هم پوره ژمنه کړی چې غوښتنې به یي پوره کیږی او په دی برخه کې به همکارې کوي.)

په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتیدو په اړه دا انديښنه په داسې حال کې څرګندیږي، چې په تیرو لسو کلونو کې په افغانستان کې رسنیو په بې ساري ډول وده کړې او د افغان دولت په مهمو لاسته راوړنو کې شمېر کیږي.

خو له دې سره سره پدې موده کې یو شمیر خبریالان په ناوړه توګه وژل شوي هم دي او د تاوتریخوالي ښکار شوي.

د کتونکو په باور که د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالې مخه و نه نیول شي نو لری به نه وي چې رسنې خپل اغیزمنتوب له لاسه ورکړي.
XS
SM
MD
LG