د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۶

په کونړ کې یوه ایراني انجینیر باندې برید شوی


د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ د ګټو قلعه په تنګي کې ناپیژاندو وسله والو کسانو د یو ایراني ساختماني شرکت په انجینر او څو تنو ملي پولیسو باندې برید کړی چې انجینر فریدون عاشوري او دوه تنه پولیس يي ټپیان شوي دي.

په کونړ کې د اوبو رسولو او تنظیم رئیس انجینر عبدالرشید زلمي د اسعداباد په روغتون کې ازادۍ راډیو ته وویل، چې د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ څخه د ننګرهار تر ګمبیري او درونټې پورې د یو اوږود کانال د ایستلو د سروې لپاره د اوبو او بریښنا وزارت د توسي اب په نوم یو ایراني شرکت سره قرار داد کړی وو، چې سروې يي نوي په سلو کې بشپړه شوې ده:

"دغه کانال له څوکۍ ولسوالۍ نه شروع کیږي او تر ګمبیري پورې ۹۶ کیلو متره اوږودوالی لري.

نوي په سلو کې يي د سروې کار بشپړه شوی دی، چې نن پرې د مخالفینو له خوا ډزي وشوې او په هغې کې يي دوه عسکر او یو د توسي اب شرکت انجینر سرسري ټپيان شوي دي او انجینر هم ایرانی دی."


د اسعداباد مرکزي روغتون رئیس ډاکټر محمد فاروق سهاک ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوي ته ټول درې ټپیان راوړل شوي:

"د څوکۍ له مربوطاتو نه درې ټپیان د اسعداباد ولایتي روغتون ته راوړل شوي دي، چې اوس مهال تر درملنې لاندې دی او روغتیايي حالت يي ښه دی."

ایراني ټپي شوی، انجینر فریدون عاشوري په داسې حال کې ازادۍ راډیو ته معلومات ورکول، چې ښي پښه يي زخمي او په وینو رنګ وه:

"له درې څخه څلور تنه یوځای لاندې راغلو، چې یو زه او درې ساتونکي وو، په لاره کې راته یو څو وسله وال کسان مخې ته شو، سم د واره يي زموږ پر موټر ډزې پیل کړي او زه په موټر کې په مرمۍ ولږیدم.

بل عسکر لاندې راپریوت، زه له کیڼې دروازې له موټره کوز شوم او فرار مې وکړ، څه وخت چې مې فرار وکړ، وسله وال راپسې شول. بیا هم طالبان را پسې راغلل، ما ورته وویل، زه هم ستاسو په څیر مسلمان یم. نور راڅخه بره لاړل.

موږ دغلته د ګمبیري د بریښنا د بند د تونل لپاره سروې کوله، چې سروې تقریبا په پای ته رسیدو وه.

مګر په دغه ډول بې امنیته حالاتو کې فکر کوم، چې د ګمبیري د برق پروژه د تل لپاره پر خواږه خوب ویده شوه.
که چیرته دغه بند جوړ شي، نو د افغانستان څلورو ختیځو ولایتونو ته به بریښنا ورکړي او همدا راز به ډیرې ځمکې خړوب کړي.
"

که څه هم چې دریواړه ټپیان د څوکۍ ولسوالۍ د امنيي قومندان او پولیسو له خوا روغتون ته را رسول شوي و، خو کله مو چې له ولاړو امنیتي مسولینو څخه د پیښې په اړه معلومات وغوښتل، نو په ځواب کې يي وویل چې دوي ته د کونړ د امنيي قومندان له خوا د خبرو کولو اجازت نشته.

روح الله انوري کونړ
XS
SM
MD
LG