د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

"امریکا په افغاني ادارو کې د ښځو د ونډې د زیاتوالي لپاره همکاري کوي"


د امریکا نړېوالې پراختیایي ادارې هلې ځلې پیل کړي، ترڅو په حکومتي ادارو کې د ښځو د ونډې د زیاتوالي لپاره له افغان حکومت سره همکاري وکړي.

په همدې هدف د مالیې وزارت او د یو،اس،اې،ای،ډي ترمنځ د یکشنبې په ورځ د همکاریو یو تړون هم لاسلیک شو.

د دې تړون له مخې د مالیې وزارت د کابل پوهنتون لسګونو فارع شوېو نجونو ته د دې وزارت په چوکاټ کې د روزنې او دغه راز د کار کولو زمینه مساعدوي.

د مالیې وزیر او په افغانستان کې د امریکا د نړېوالې پراختیایي ادارې مشر د دې تړون د لاسلیک کولو پرمهال وویل، چې دوي هڅه کوي په نورو وزارتونو او دولتي ادارو کې هم ښځو ته د کار کولو اسانتیاوې برابرې شي.

په دې اړه نسیم شفق راپور لري:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:46 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG