د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۴۷

"د راتلوونکي کال امنیتي حالت د تیرپه پرتله ښه دی"


له ځینو هېوادونو سره سټراټیژیک تړونونو لاسلیکیدل، د سولې عالي شورا جوړېدل او افغان ځواکونو ته د امنیت سپارلو د بهیر پیل هغه پرمختګونه دي، چې د ملي امنیت عمومي ریاست یي د راتلوونکي کال د امنیت له پلوه ډاډه کړی.

د دې ریاست چارواکي وايي، تیر کال ځکه د ډیرو ناامنیو سره مل وو، چې دغو پرمختګونو افغانستان له بېلابېلو ګواښونو سره هم مخ کړی وو.

د ملي امنیت ویاند لطف الله مشعل د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې 1391 ل کال له هغه ډول ګواښونو سره نه دی مخ، چې تر دې مخکې کال ورسره مخ وو:

(هغه غټ ګواښونه چې موږ ورسره تیرکال مخ وو هغه څه ناڅه حل شوي دي چې یوه يي د سولې پروسه ده چې ډیرې لاسته راوړنې يي لرلي دي او د لیږد د بهیر دوه برخې تطبیق شوي دي، نو امید لرو چې راتلونکی کال ښه کال وي)

د راپورونو له مخې 1390کال د افغانستان لپاره د امنیت له پلوه ډیر ستونزمن بلل کیږي، په دې کال کې د افغان ولسمشر ورور احمد ولي کرزی او سلاکار یې جان محمد خان، په شمال کې د پولیسو قومندان جنرال داود داود، د سولې د عالي شورا رئیس برهان الدین رباني، د کندهار امنیه قومندان او ښاروال، د ولسي جرګې غړي او نور حکومتي چارواکي او قومي مشران په بېلابېلو بریدونو کې ووژل شوه.

په همدې کال کې په کابل کې پر انټرکانټننتل هوټل، د عبدالحق په څلورلاره کې، د امریکا پر سفارت او د ملي امنیت پر یاست او په کابل کې د ولسمشر د سلاکار پر کور وسله والو مخالفینو حملې وکړي.

همدارنګه، روزګان، کندهار، پکتیا او ځیني نور ولایتونه هم د دغه ډول حملو شاهدان وه.

بل خوا د ملي امنیت ریاست وايي، چې د نوروز د لمانځلو لپاره يې په ټول افغانستان کې امنیتي تیاري نیولي او په دې لړ کې یي په ننګرهار، کندهار، کونړ او ځینو نورو ولایتونو کې ځان وژونکي حمله کوونکي او زرګونه کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي نیولي.

ښاغلی مشعل وايي، چې په مزار شریف کې یې 6 تنه وسله وال مخالفین له 2500 کیلوګرامو چادېدونکو توکو سره یو ځای نیولي، چې غوښتل یي د نوروز په ورځ پر چارواکو حمله وکړي:

(د دغه حملو د ترسره کولو لپاره دغو تروریستانو په مزار شریف کې د ځانمرګو بریدونو پلان درلود او دا شنډ شو.)

د ملي امنیت ریاست 1391 کال ته د څه ناڅه ښه امنیت هیله داسې وخت کوي، چې لا اوس هم د امنیتي او سیاسي چارو پوهان د افغان ځواکونو وړتیاوو، وسایلو او تجهزاتو ته په اندېښنه کې دي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG