د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

"امریکا او ایران دې افغانستان د کشمکشونو په ډګر نه بدلوي"


افغان حکومت د ایران د لوی درستیز د مرستیال د وروستیو څرګندونو په اړه په خپل محتاطانه غبرګون کې له امریکا او ایران دواړو غوښتي، چې افغانستان دې د خپلو کشمکشونو په ډګر نه بدلوي.

د ایران د لوی درستیز مرستیال جنرال مسعود جزیره یي د شنبې په ورځ په خپلو څرګندونو کې، چې د سپاه پاسداران انقلاب په ویب پاڼه کې خپاره شوي له افغانانو غوښتي، چې د بهرنیو ځواکونو په وړاندې وسله وال پاڅون وکړي.

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي که څه هم په مستقیم ډول د دغو هڅوونکو خبرو په اړه کومه تبصره ونه کړه، خو ویي ویل، چې افغانستان تل دا هڅه کړي، چې له دواړو هېوادونو سره دوستانه اړیکې وپالي:

(افغانستان یو مستقل هېواد دی او د خپل بهرني سیاست پر اساس د تیرو لسو کلونو راهیسي يي هم د سیمي هم د نړۍ د نورو هېوادونو سره د همکاریو روابط ساتلي دي د ایران او د امریکا ترمنځ دې اختلافاتو ته په کتو سره د افغانستان حکومت تل غوښتي دي چې افغانستان د ایران او امریکا لپاره د همکارۍ یو ډګر وي موږ امیدواره یو چې دواړه هېوادونه ایران او امریکا دا موقف ته پام وکړي ترڅو افغانستان ددغو دوو هېوادونو ترمنځ د تشنج ځای نه وي.)

که څه هم ښاغلي فیضي په دې اړه زیات وضاحت وړاندې نه کړ، خو ښکاري داسې، چې افغان حکومت د ایران د کوم چارواکي له خوا د دا ډول څرګندونو اساسي علت له امریکا سره د دغه هېواد اختلافات بولي.

خو بل لور ته د ولسي جرګې غړو بیا په دې اړه لږ څه تند غبرګون څرګند کړې او دا یی د افغانستان په کورنیو چارو کې څرګنده لاس وهنه بللې.

د ولسي جرګې یو غړي محمد سرور عثماني د بهرنیو چارو له وزارته وغوښتل، چې دا مسئله په جدي توګه تعقیب کړي:

(د ایران د لوی درستیز مرستیال د ګاونډیتوب د اړیکو په خلاف اعلان کړې، چې د امریکایانو پر ضد د مقاومت ډلې منظم کیږي، چې دا خپله یوه څرګنده لاس وهنه ده.

زما غوښتنه د بهرنیو چارو له وزیر نه دا ده، چې د ایران سفیر راوغواړي.)

ایران تل د افغانستان په کورنیو چارو کې په لاس وهنې تورن شوې او دا هم ویل کیږي، چې د افغان دولت وسله والو مخالفینو ته، چې د بهرنیو ځواکونو پر ضد جنګیږي پوځي او مالي مرستې هم ورکوي.

په ورته وخت کې د افغان حکومت د سیاسي اپوزسیون مشر ډاکټر عبداله که څه هم د ایراني جنرال د دې څرګندونو په اړه بې خبري څرګنده کړه، خو ویي ویل، که داسې څه ویل شوي وي، نو یقینا، چې لاس وهنه ده:

(له هر هېواده هر کس که وغواړي، چې په افغانستان کې جګړې ته لمن ووهي او جګړې ته وده ورکړي موږ دا لاس وهنه بولو.)

ایران له لویدیځو هېوادونو سره د خپلو اختلافاتو په پام کې ساتلو سره، چې تر ډیره د دغه هېواد له اټومي پروګرامه سرچینه اخلي په افغانستان کې د لویدیځو او په تیره بیا د امریکا له پوځي حضور سره مخالف دې.

د کتونکو په وینا د افغان دولت له پراخو هڅو سره سره، چې په اړیکو کې د انډول د ساتلو لپاره یی کوي ایران هڅه کوي په هېواد کې میشت بهرني ځواکونه له ستونزو سره مخامخ کړي.

ایران د دې ترڅنګ پراخې هڅې پیل کړي، چې د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیک تړون د لاسلیک مخنیوې هم وکړي، خو کتونکي بیا دا تړون د افغانستان د راتلونکي ثبات لپاره مهم بولي.
XS
SM
MD
LG