د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

ولسي جرګې د ملي بودیجې طرح رد کړه


د ولسي جرګې د یکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې د ۱۳۹۱ لمریز کال لپاره د ملي بودیجې طرح په دې خاطر رد شوه، چې د وکیلانو په باور په کې انډول په پام کې نه وو نیول شوې.

همدا راز د ولسي جرګې غړو انتقاد درلود، چې پنځه لکه امریکایي ډالره چې د ولایتونو لپاره په دې بودیجه کې په پام کی نیول شوې د هغوي لپاره انکشافي پلان نه دی موجود.

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمې د خپلې غونډې پریکړه داسې اعلان کړه:

(نصاب یوسله شپږ ویشت تنه دی، ځو د رايي ګیری خوا ته، د دوه موافقو رایو پرته نور د اکثریت رایو په کتو سره رده شوه))

د افغانستان د ماليي وزارت د ۱۳۹۱ لمریز کال لپاره دوه سوه څلور څلویښت میلیارده نهه سوه دری میلیون اته سوه یو څلویښت افغانۍ ملي بودیجه په پام کې نیولې وه.

چې یو سله څلور دیرش اعشاریه پنځه میلیاره افغانۍ عادې او یوسله لس اعشاریه دری میلیارد افغانۍ پراختیایی بودیجه تشکیلوي.

خو د ولسي جرګې له خوا د ۱۳۹۱ لمریز کال د ملي بودیجې د طرحې ردولو د ولسې جرګې یو شمېرغړي اندیښمن کړي، چې د دې طرحې ردول به په راتلونکې کال کې په پراختیایي پروژو بد اغیز وکړي.

دوي د مالیي وزارت په دې ملامت ګڼي، چې د ملي بودیجې طرحه یي د کب میاشتې په وروستیو دوه اونیو کې ولسي جرګې ته رالیږلی، په داسې حال کې، چې د قانون له مخې دغه طرحه باید د کال په وروستۍ ربع کې استولی وای.

د ۱۳۹۱ لمریز کال لپاره د ملي بودیجې طرح د لومړي ځل لپاره مشرانو جرګې ته واستول شوه، خو د افغانستان د اساسي قانون له مخې مشرانو جرګه نشی کولای دا بودیجه رد اویا هم تایید کړي، دا جرګه یواځې کولای شې په دې اړه خپل نظر او مشوره ورکړي.

تر دی مخکې د افغانستان د مالیي وزارت ویلي، که چېرې د دوي د ملي بودیجي طرحه د ولسي جرګې له خوا رد شې، نو دوي چمتو دې چې په کې تعدیلات راولې او په نوي بڼه یي ولسي جرګې ته و استوي.

د اقتصادی چارو کار پوهان وایې، چې په وخت د ملی بودیجې نه تصویب به ددی لامل شې، چې ډیری وزارتونه لکه د سږکال په شان ونه توانیږی، چې خپله بودیجه مصرف کړي.


خبریاله: ذکیه غیاثی نذیر
XS
SM
MD
LG