د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۰

د سرحدونو اوقبایلو وزارت۷۶سلنه بودیجه لګولې


د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت وایي، چې په ۱۳۹۰ کال کې یې څلور پراختیایي پروژې درلودې چې د پلي کیدو لپاره یې ورته پنځلس لکه اونهه شپیته زره امریکایي ډالره بودیجه ورکړل شوې وه.

د دغه وزارت مالي او حسابي ریس فضل مالک قاسمي ازادۍ راډیو ته وویل، چې تر اوسه یې له دغې بودیجې څخه شپږاویا فیصده لګولې ده.

ښاغلي قاسمي د ځینو ستونزو یادونه کوي، چې له مخې یې د دوي پروژې نه دي بشپړې شوي:

(په دوه پروژو کې موږ عمده ستونزې درلودې، د کندز ولایت ادارې تعمیر ته چې کومه ځمکه راکړل شوې وه، هغه د ولایت د مقام له خوا یوې بلې مدني ټولنې ته ورکړل شوه، د دغې ځمکې تدارک بیرته یوڅه وخت ونیوه، کله چې د تدارکاتو پروسه بشپړه شوه نو ژمی راغی او د سړې هوا له امله په بعضو ولایتونو کې کار نه کیږي.

همدارنګه د وزارت اته پوړیزه ودانۍ، د دې عمده ستونزه دا وه چې قراردادي په هېواد کې نه وو، د میزان په میاشت کې قرار دادي حاضرشو.)

په فراه کې د اداري ودانۍ او په خوشحال خان لیسه کې د لیلیې د ودانۍ جوړول د دغه وزارت دوه نورې پروژې دي چې د مسولینو په خبره کارونه یې د بشپړیدو په حال کې دي.

خو یو شمېر کارپوهان انتقاد کوي، چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ګټورې پروژې نه دي پلې کړي.

د کابل پوهنتون استاد غلام رسول صمدي ازادۍ راډیو ته وویل، چې په وزارتونو کې غیرمسلکي کسان ګمارل شوي چې ترډیره د پلان په جوړولو او د بودیجې په مصرف نه پوهیږي:

(زما په نظر دا څو علتونه لري، چې وزارت خپله بودیجه نه ده لګولې، یو علت یې دادی چې مسلکي کدرونه شاید په کې موجود نه وي، د ځوانانو او هغو کسانو لپاره د کار زمینه نه برابریږي چې ښه ډیګري لري، د ادارو په راس کې داسې کسان وي چې هغه په پلان جوړولو او د پیسو په مصرف نه پوهیږي.

وزارت باید ځان لپاره مشخص پلان ولري،چې د پروژولومړیتوبونه معلوم کړي او ښه مسلکي کارکوونکي ولري.)

که څه هم د سرحدونو،قومونواو قبایلو وزارت پر پروژو ځینې نور انتقادونه هم موجود دي خو د ولسي جرګې د قبایلو چارو کمیسیون وایي چې دغه وزارت کافي بودیجه نه درلوده چې له مخې یې ګټورې پروژې پلې کړي.

د دغه کمیسیون مرستیال محمد نظیر احمدزي ازادي را‌ډیو ته وویل چې د قبایلو اوسیدونکي له ډیرو ستونزو سره مخ دي او د هواري لپاره یې د سرحدونو وزارت ته لازمه بودیجه نه ده ورکړل شوې:

(د خپل وس مطابق یو څه شوي دي، خوداهرڅه په بودیجه کیږي، دقبایلو وزارت په بودیجه کې هغه ضرورتونه په نظر کې نه دي نیول شوي،بودیجه کمه ده،موږ له زیاتو ستونزو سره مخامخ یو، موږ وایو که وزارت ته سمه بودیجه ورکړل شي، موږ نظارت هم ترې کولای شو او پوښتنه هم.

اوس چې مونږ ددغه وزارت مسولین راوغواړو،دوی وایي چې بودیجه موکمه ده او څنګه وکولای شو چې مونږ د قبایلو وروڼوسره همکاري وکړو او دهغوی ضرورتونه پوره کړو.)

په همدې حال کې ځینې نور کتوونکي سپارښتنه کوي چې د وزارتونو پروژې باید د لومړیتوب او پلان له مخې پلې شي چې خلکو ته یې ډیرې ګټې ورسیږي.

د اقتصادي چارو کتونکی نصیر شنسب هم ورته نظر لري:

(فکر وکړﺉ یوه وزارت خپله بودیجه مصرف نه کړه، کیدای شي کسان به یې نه درلودل،مامورین به یې نه وو،خو دا له هغې ښه ده چې بودیجه مصرف کړي او ځای ونه نیسي.

که څه هم دامهمه ده چې بودیجه ولګول شی خو ډیره مهمه دا چې دغه بودیجه په ځای ولګول شي.)

د قومونو ترمنځ یووالی، د دوی د ستونزو هوارول، له سرحدونوڅخه څارنه او د سرحدونو د ساتنې په اړه امنیتي اورګانونو ته مشوره ورکول د دغه وزارت له عمده دنده څخه دي.

خو داسې انتقادونه شته چې د سرحدونو،قومونو اوقبایلو وزارت په خپلو دغو دندو کې ترډیره پاته راغلی.

راپورونه وایي چې د هیواد سرحدونه تراوسه هم بشپړخوندیتوب نه لري او د قبایلو اوسیدونکي هم له بیلابیلو ستونزو سره مخ دي چې دغه وزارت ورته پام نه دی کړی.

خو د سرحدونو،قومونو او قبایلو وزارت وایي دوی ته بودیجه کمه ورکول کیږي او نه شي کولای چې په کمې بودیجې ټولې ستونزې هوارې کړي.

راپور: اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG