د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

په هريپورکې دیره افغانان:چارواکو زموږ پرستونزو ځانونه کاڼه کړي


د خیبر پښتونخوا په هريپور او څیرمه سیمو کې دیره افغان مهاجرين شکایت کوي، چې نړیوالو مرستندویه ادارو او د پاکستان دولت یو مخ له پامه غورځولي او د دوي په ټولو ستونزو یې ځانونه کاڼه کړي دي.

یو شمير افغان مهاجرینو له سیمې نه د تیلیفون پر لیکه ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دوي ټول ژوند له ستونزو ډک دی، خو د روغتیا، معارف، امنیت او په ځينو نورو برخو کې چې هره ورځ يې اړتیا پيښږي پرتو ستونزو نور تر پوزې راوستي.

محمداغا یو له هغو افغان مهاجرینو دی، چې د پاکستان دولت د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ په مرسته د کډوالۍ قانوني اسناد ورکړي وايي، څه موده وړاندې په اسلام اباد کې د جاپان سفير د کډوالو د ستونزو د معلوملو او له هغوی سره د مرستې په هدف دې سیمې ته ورغلی و خو شکایت کوي، چې د پاکستان هغو ادارو چې له کډوالو سره بهرنۍ مرستې څاري او لګوي يې په اصطلاح د لاس پر ځای په پښتو پټۍ ور کیښودې :

"د جاپان څه موده وړاندې دلته راغلی و او غوښتل یې د مهاجرینو د ستونزو په اواري کې مرسته وکړي.

موږ خپل عمده مشکلات لکه د څښاک د پاکو اوبو نشتوالی، په ښوونځیو کې د مسلکي استادانو نشتوالی، په هغو کلینیکونو یا BHU’S کې، چې په کمپونوکې دي او د UNHCR له خوا تمویلیږي د دواوو او نورو سهولتونو نشتوالي یادونه وکړه.

له بده مرغه، چې له موږ سره برعکس مرسته وشوه، د ښوونځیو ودانۍ يې راته نوې کړې، په داسې حال کې، چې زمو اساسي ستونزه د فیسونو ده، چې له اووم ټولګي پورته له هر زده کوونکي څخه هره میاشت له اوو سوو تر زرو کلدارو پوري فیس اخلي.

لنډه دا، چې په کوم کار کې چې د پاکستان د دولت ګټه نه وه هغه ونه منل شو او په کوم کې، چې ددوی ګټه وه هغه ډول يې عملي کړل."


د محمد امين په نوم یو بل افغان مهاجر شکایت کوي، چې د هريپور د کمپونو په ښوونځيو کې، چې د ملګرو ملتونو او د بیفیر مرستندویه ادارې له خوا تمویلیږي، د افغانستان د معارف وزارت برعکس یو بیل نصاب تدرسیږي:

"موږ له ویاړه ډک تاریخ لرو، وتلې او منلې ملي څېرې لرو، چې باید زموږ ماشومان او ځوانان يې وپيژني، خو برعکس دلته په دې ښوونځيو کې پاکستاني اتلان ور پيژندل کیږي، د پاکستان تاريخ ورته لوستل کیږي.

همدا شان د نورو افغاني ښوونځيو برعکس د افغانستان د معارف وزارت نصاب په کې نه تدريس کیږي او کله چې یو څوک د دې کمپ له ليسې فارغ شي او په افغانستان کې د کانکور په ازموینه کې برخه اخلي نو په ډيرو عادي پوښتنو کې ناکامیږي.

تر دې هم لویه ستونزه دا ده، چې زموږ ځوان نسل د خپل تاریخ او کلتور نه لرې پاته کیږي."


نوموړی د روغتیايي اسانتیاوو په باب وايي، د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې په کمپونو کې ځینې کلینیکونه ، چې B.H.U يې بولي جوړ کړي خو ادعا کوي، چې سهولیات په کې په نشت شمار دي:

"په دې کلینیکونو کې هره ورځ یو محدود شمېرناروغان کتل کیږي، نو هر ناروغ مجبور وي، چې سهار په تیاره کې ځان ور ورسوي او نوبت ونیسي کنه نور که لږ ناوخته ورشي بیا چانس نه لري.

ډیری داسې ناروغان چې د ورځې په اوږدو کې ورته تکلیف پيداکیږي خو کله چې کلینیک ته ورشي نه کتل کیږي.

بله ستونزه دا ده، چې په کلینیک کې له ناروغ نه یو معین فیس اخیستل کیږي او بیا چې کومه دوايي ورکوي نو د هماغو پيسو معادل وي، ولې که ناروغي هرڅومره سخته وي خو ټولو ته یوشان دوا ورکول کیږي"


په اسلام اباد کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنري یا UNHCR کډوالو ته ورپيښې ځينې ستونزې مني خو ملامتیا يې د نړیوالو پر اوږو وراچوي.

د دې ادارې ویاندې دنیا اسلم خان له ازادۍ راډيو سره په مرکه کې وویل:

"د هريپور په ګډون د پاکستان په ټولو کمپونو کې لومړني سهولیات که هغه طبي دي او که د معارف وړیا دي.

یواځې د هريپور په کمپونو کې موږ شبږ کلینیکونه لرو، چې په هریوه کې لومړني طبي معاینات او درملنه کیږي او بیا که ناروغ نورې درملنې ته اړتیا ولري، نو موږ يې سیمه ييز دولتي روغتون ته ور معرفي کوو.

خو کله کله دفنډ د کمښت له وجې ځینې ستونزې پيښې کیږي خوداسې هم نده چې زموږ مرستې یو مخ دریدلي.

له ازادي راډیو نه ډيره مننه، چې دومره مهمې مسلې ته يې زموږ پام راوګرځاوه، زه به د پيښور دفتر له لارې دهريپور په کمپونو کې له خپلو استازيو او مسوولینو سره خبرې وکړم او که چیرته په رښتیا دغسې ستونزې وي نو ډیر زر به حل شي."


سره له دې، چې په تیرو لسو کلونو کې په ملیونونو افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي او یو زیات شمير کمپونه تړل شوي خو دملګرو ملتونو د اړوندې ادارې د معلوماتو له مخې لا هم په دې هیواد کې اتیا کمپونه پرانستي دي، چې ډيری يې په خیبر پښتونخوا کې دي.

افغان مهاجرين په افغانستان کې امنيتي ستونزې هیواد ته د بیرته نه ستنیدا یواځنی علت ګڼي او له پاکستان او نړیوالو مرستندویه اداره څخه غوښتنه کوي، چې ددوی ستونزو ته دې جدي پاملرنه وکړي.


هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:43 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG