د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۶

"طالبان د ناټو په نسبت ډېر بیرونکي دي"


نړېوالو ورځپاڼو د افغانستان په اړه ځانګړې مقالې او تحلیلونه خپاره کړي چې غورچاڼ يي جاناقا الکوزي په لاندې یوه راپور کې رانغاړلی دی.

ټایمز:


انګلستان چاپ ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې: طالبان د ناتو په نسبت ډېر بیرونکې دي – تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او د پیل په کرښو کې یي لیکې: د ناتو په یوې څیړنې کې ښودل شوي، افغانان په خپلو امنیتي ځواکونو زیات باور نه لري چې د طالبانو مقابله به وکړاې شي او زیاتره افغانان غواړي بهرني ځواکونه دې په هېواد کې پاته شي.

ورځپاڼه لیکي: په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو او عامو خلکو ترمنځ د اړیکو له خرابېدو سره سره، په څیړنې کې ښودل شوې چې افغانان د بهرنیو ځواکونو غلطۍ او اشتباه ګانې زغمې او دا ځکه دوي نه غواړي چې بهرنیان دي یي په میدان پریږدي او په داسې یوه حالت کې به کورنۍ جګړې پيل شوي.

ټایمز لیکي: د ناتو استخبارات ښیې، افغانان اصلا له خپل مرکزي او سیمه اېزو حکومتو څخه کرکه لري او په دې باور دي چې حکومت په اداري فساد کې ښکېل دي.

تر ټولو خواشینونکې داده، چې زیاتره افغانان په خپلو امنیتي ځواکونو دا باور نه لري چې د راتلونکې کال په لومړیو کې به له بهرنیو ځواکونو څخه د امنیتي مسولیتونو د اخیستو پرمهال امنیتي چارې په سم ډول پر مخ بوځي.

د ورځپاڼې په باور په هرو لسو افغانانو کې یوازې یو یي په دې باور دی چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو مقابله وکړای شي.

ټایمز وړاندې لیکي: له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو لپاره د ۲۰۱۴ کال ډیسمبر میاشت ټاکل شوي او که چېرې د افغانستان او امریکا ترمنځ د اوږدې مودې ستراتیژیکې تړون لاسلیک شي، په هغه صورت کې به یو شمېر امریکایي سلا کاران او خاص ځواکونه د څو نورو لسېزو لپاره په افغانستان کې پاته وي.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوست ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې: کرزی ولې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له ماموریت څنګه په تنګ دی؟ تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یي راغلي:

په تېرې یوې لسېزې کې امریکایي عسکرو د ولسمشر کرزي د حکومت د ساتنې لپاره جګړې کړې او قربانۍ یي ورکړیدي.

د پنجشنبې په ورځ د امریکا له دفاع وزیر سره د کتنې پر مهال کرزي وغوښتل چې امریکایي عسکر دي نور دده لپاره جګړه نه کوي.

جمهور رئیس کرزي وویل، افغانستان دا مهال په بشپړ ډول د امنیتي مسولیتونو اخیستو ته چمتو دی.

واشنګټن پوست زیاتوي، جمهور رئیس کرزي په کندهار کې د امریکایي عسکر له خوا د ملکېانو له وژنې وروسته د جمعې په ورځ وویل، ددغې مسلې په اړه د امریکا د پوځ کړنو ته یي حوصله نوره سرته رسیدلې ده.

د ورځپاڼې په باور، جمهور رئیس کرزی د امریکا پر ضد ندی او داځکه چې حکومت یي د امریکا په پیسو او مرستو ژوندی دی، مګر پدي خپه او په غوسه دی چې د امریکایي ځواکونو د دا ډول اعمالو او کړنو مخه نشي نیولاي.

د واشنګټن پوست د مقالي لیکوال جاشوا پارتلو پوښتنه کوي: کله چې جمهور رئیس کرزی وینا کوي، دي په واقعي ډول څه فکر کوي؟ امریکا باید څه واوري؟ په ځواب کې یي لیکې:

په تېرو څو میاشتو کې ما د کرزي له نږدي همکارانو څخه پوښتلې چې جمهور رئیس په افغانستان کې د امریکایي ځواکونود حضور په اړه څه فکر کوي؟ دوي په ځواب کې ویلي، جمهور رئیس په شخصې او سیاسي لحاظ د امریکا د کړنو یا برخورد مخالف دی.

د امریکا پر ضد دده ستغې او جدي خبرې یوازې د هیواد په داخل کې د افغانانو د خوښۍ یا قانع کولو لپاره ندي بلکه د شخړو د دوام او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د خودسرو او نه بندیدونکو حرکاتو پر وړاندي دده ژوره ناراحتی او خپګان دی.

جمهور رئیس کرزی په انتخباتو کې د دوهم ځلې بري وروسته تر ډېره حده پدی باور شوی چې امریکایان په افغانستان کې د طالبانو پر ضد جګړې کې د حل پر ځاي، د ستونزو رامنځ ته کوونکې دي.
XS
SM
MD
LG