د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۷ وږی ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۴۸

"افغانان دې د امریکايي ځواکونو د ایستلو لپاره له قوې څخه کار واخلي"


د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران لوړ رتبه جنرال او لوی درستیز مرستیال مسعود جزایري ویلي، چې د قرانکریم د سوځيدو او په افغانستان او پاکستان کې د بې ګناه خلکو د وژلو له ملامتي خلاص نه شي او باید په دې سیمه کې د انتقام تریخ خوند وڅکي.
د ایران د پوځ یوه لوړ رتبه قوماندان د شنبې په ورځ له افغانانو وغوښتل، چې له خپل هېواد څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو لپاره له قوې څخه کار واخلي.

د اسوشیتد پریس لیکلي، چې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران یوه لوړ رتبه جنرال او د ایران د لوی درستیز مرستیال مسعود جزایری ویلي، چې داسې نښاني شته چې افغانان به په نږدې وخت کې د امریکا د متروکې او له کاره لویدلې امپراطورۍ په ضد یوه تازه جبهه پرانیزي.

متحد ایالات د ایران د سپاه پاسداران ځواک تور لګوي، چې هغو وسله والو ته چې د ناټو د ځواکونو په ضد جنګیږي، بمونه ورکوي خو ایران دا ادعا رد کړې ده.

د بګرام په پوځي اډه کې د قران کریم د ځينې نسخو تر سوځيدلو او د پنجوايي تر پيښې وروسته، د امریکا ضد احساسات په افغانستان کې زیات شوي دي.

جزایري ویلي، چې داسې نښانې شته چې په نږدې راتلونکې کې به د مقاومت نوې ډلې په افغانستان کې جوړې شي ترڅو په دې هېواد کې د امریکا پر عسکرو او ګټو حملې وکړي.

دا په افغانستان کې د امریکا د پوځ د موجودیت په اړه د ایراني لوړ رتبه پوځي چاوراکو تر ټولو سختې څرګندونې دي چې د شنبې په ورځ د ایران د سپاه پاسداران انقلاب پر ویب پاڼه خپرې شوې دي.

د افغانستان د سیاسي چارو څارونکی نصرالله ستانکزی دا د افغانستان په چارو کې د ایراني مقاماتو ښکاره لا وهنه ګڼي.
د ایران د لوی درستیز د مرستیال دا خبرې د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت مداخله څرګندوي.

اسلامي جمهوریت په تیرو دریو لسیزو کې په بېلابېلو ډولونو د افغانستان په چارو کې مداخله کړې ده.

دا په خپله واضح مداخله ده، چې د افغانستان خلک پاڅون ته تشویقوي، خلک د نړېوالو ځواکونو په ضد چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړې له مخې په افغانستان کې میشت دي، پورته کیدوته هڅوي.

دا وینا چې په افغانستان کې به نوې ډلې پيدا شي څرګندوي چې د افغانستان په چارو کې د ایران لاس وهنې د پردې شاته روانې دي.

د ښاغلي ستانکزي په وینا دا د هغه تبلیغاتي او رواني جنګ یوه برخه ده، چې د ایران له خوا د افغانستان د حکومت او خلکو په ضد دوام لري.

د ایران د لوی درستیز مرستیال ویلي، چې د امریکا متحد ایالات باید په دې وپوهیږي چې د افغانستان خلک له نړېوالو ځواکونو په تنګ دي او ورته ښايي چې په ضد یې وسله واخلي او له خپله ملکه یې وشړي.

دې لوړ رتبه ایراني قوماندان همدا راز ویلي، چې د قرانکریم د سوځيدو او په افغانستان او پاکستان کې د بې ګناه خلکو د وژلو له ملامتي خلاص نه شي او باید په دې سیمه کې د انتقام تریخ خوند وڅکي.
XS
SM
MD
LG