د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۸

"لا هم له طالبانو سره په تماس کې یو"


سره له دې چې د طالبانو له خوا خپره شوې اعلامیه وايي، چې له امریکا سره یې خبرې ځنډولې دي، د افغانستان حکومت وايي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره یي خپلو هڅو ته دوام ورکړی دی.

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي د شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د افغانستان حکومت دا اعلامیه ډيره جدي نه بولي او له امله یې کومه خاصه انديښنه نه لري.

طالبانو په خپله اعلامیه کې ویلي وو، چې د افغانستان له حکومت سره چې د امریکا ملاتړ لري مذاکره نه کوي خو ایمل فیضي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د کابل حکومت لا هم له طالبانو سره په تماس کې دی.

د طالبانو له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ادعا شوې چې امریکايي مقامات په خپلو خبرو کې متردد دریځونه خپلوي، نو ځکه یې د سولې لپاره مذاکرې ورسره ځنډولې دي.

طالبانو تایید کړې، چې د روان کال د جنورۍ په میاشت کې یې له امریکاييانو سره خبرې کړې او د دې خبرو موضوع د بندیانو تبادله او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل وو.

د افغانستان د سیاسي چارو یو څارونکی وحید مژده وايي، چې د دې مذاکرو د ځنډ اساسي علت په ګوانتنامو کې د طالبانو د پينځو بندیانو نه خلاصیدل دی.

د ښاغلي مژده په وینا ممکنه ده چې دا پینځه تنه چې د طالبانو په رژیم کې یې لوړې چوکۍ، درلودې په هغه هیات کې شامل وي چې په قطر کې د سولې د مذاکرو د پيل په صورت کې به د طالبانو استازيتوب وکړي.

وحیده مژده، چې په خپله یې د طالبانو د رژیم پروخت د بهرنیوچارو په وزارت کې کار کاوه وایي چې که امریکايي له انعطاف څخه کار وانخلي، او یو څرګند موقف خپل نه کړي، د سولې د مذاکرو راتلونکې له خطر سره مخامخ کیدای شي:

"د سولې د خبرو بریالیتوب په دې پورې اړه لري چې امریکاييان هغه وعدې چې دوي یې کوي عملي کړی اودا پینځه تنه خوشي کړي.

د طالبانو سرسختي او په جګړه کې د هغوي برلاسي ته په توجه، زه فکر کوم چې طالبان به په خپل دریځ ټینګ پاتې شي او امریکا به بلاخره دې ته مجبوره شي چې یو څه سر ټیټ کړي."


خو امریکايي چارواکي په دې اړه بل ډول نظر لري، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې، سره له دې چې طالبانو ابتدايي مذاکرې ځنډولي دي، واشنګټن به د سولې د مذاکرو د پيل او دوام هڅې وکړي.

د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت ویاندې ویکتوریا نولاند د طالبانو له خوا د تازه خپرې شوې اعلاميې په اړه وویل، چې واشنګټن به له دې ټولو خبرو سره سره په افغانستان کې د سولې له پروسې خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي.

ویکتوریا نولاند په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د امریکا یوازیني هدف دا دی چې افغانان مذاکرې لپاره سره را غونډ شي.
XS
SM
MD
LG