د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۱

د ولايتونو لپاره د ۱۳۹۱ کال بودیجه سمه نه ده ویشل شوې


که څه هم د ۱۳۹۱ لمریز کال لپاره د ملي بودیجې په اړه د ولسي جرګې پریکړه د نصاب د نه پوره کیدو له امله راتلونکې غونډې ته وځنډول شوه، خو د بودیجې په اړه د وکیلانو انتقادونو ته په کتو سره ګمان کیږي، چې دا بودیجه به رد کړای شي.

ولسي جرګې د شنبې په ورځ په خپله عمومي غونډه کې د ځینو نورو مسایلو ترڅنګ د ۱۳۹۱ لمریز کال د بودیجې په طرحې هم پراخ بحثونه وکړل.

د ولسی جرګی ځیڼي غړي وایي، چې د۱۳۹۱ لمریز مالي کال په بودیجه کې د ځینو ولایتونو برخه په عادلانه توګه په نظر کې نه ده نیول شوې.

ځینو وکیلانو په دې اړه خپل نظر داسې څرګند کړ.

″هغه ولایتونه چې اوس غریب دي، پخوا هم غریب وو، ولې یې نور غریبوو، حد اقل یوه اندازه یوه اندازه عدالت او انصاف په نظر کې ونیول شي، تاسو ولیدل، چې په لوړ سر کې کابل ولایت، بدخشان ولایت او بلخ ولایت له دوو سوو میلیونو څخه د دوی بودیجه لوړه ده. په ټیټه درجه کې پنجشیر، زابل او پکتیا. که د بدخشان بودیجه ۲۰۰ میلیونه ده باید د غو ولایتونو کم له کمه اتیا میلیونه وای.″

د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمیسیون په غونډه کې د ۱۳۹۱مالي کال د بودیجې د طرحې د څیړنې راپور د دغې غونډې غړو ته وړاندې کړ، خو دغه راپور د ولسي جرګې د غړو له خوا له انتقادونو سره مخامخ شو.

د ولسي جرګې مشر عبد الروف ابراهیمي له ډیرو خبرو وروسته وویل، چې د دغې موضوع په اړه به د یکشنبې په ورځ نورې خبرې وشي.

د افغانستان د مالیې وزارت سلاکار نجیب اله منلی وایي، که دغه طرحه د ولسي جرګې له خوا رد شي، نو دوی به په کی اصلاحات رامنځ ته کړي.

د۱۳۹۱ مالي کال د ملي بودیجې په طرحه کې دوه سوه یو څلوېښت اعشاریه شپږ ملیارده افغانۍ په نظر کې نیول شوی؛ چې له دې نه اووه اعشاریه دوه ملیارد افغانۍ عادي بودیجه او نور یې پراختیایي بودیجې ته ځانګړې شوې.

دا بودیجه مخکی له دی چی د مشرانو جرګی له خوا تایید شي، د ځینو سنا تورانو له خوا د سختو انتقادونو سره مخامخ شوه.

ځینې سناتوران وایي، چې د ۱۳۹۱ کال په ملي بودیجه کې د ځینو ولایاتو برخه په عادلانه ټوګه په نظر کې نه ده نیول شوې.

خو د افغانستان د مالیې وزارت د دغو انتقادونو په ځواب کې ویلي دي، چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د پروژو تطبیق په یو ډول امکان نه لري.
XS
SM
MD
LG