د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۳

امریکايی عسکر دې د محاکمې لپاره بېرته افغانستان ته راوستل شي


د افغانستان ولسي جرګه
د افغانستان ولسي جرګه
د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړیو یو ځل بیا ټینګار وکړ، څو هغه کس چې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې یې شپاړلس ملکي کسان وژلي بېرته افغانستان ته راوستل شي او دلته محکمه شي. هغه پلاوی ددې جرګې له خوا کندهار ته د امریکايي عسکر له خوا د ملکي کسانو د وژلو د څیړنې په هکله لیږل شوی وو خپل رپوټ کې غونډې ته وړاندې کړ.

د افغان حکومت لخوا د استول شوي پلاوي په تعقیب د کندهار پنجوايي ولسوالی ته د ولسي جرګې له خوا استول شوي پلاوي هم وایي، چې پدغه پیښه کې یو نه بلکې زیات امریکايي عسکر ښکیل وو.

په دغه لیږل شوي پلاوي کې سید اسحاق ګیلاني، محمد نعیم لالی حمیدزی، محمد سرور عثماني، عبدالطیف پدرام، نواب منګل، سید محمد آخند او شکیبا هاشمي ګډون کړی و او د شنبې په ورځ یې د ولسي جرګې عمومي غونډې ته خپل رپوټ وړاندې کړ.

د دغه پلاوي دوه غړي شکیبا هاشمي او سید اسحاق ګیلاني وایي، چې له څو ډوله وسلو نه کار اخیستل د دې ښکارندويي کوي، چې په دې پیښه کې یو نه بلکې څو امریکايي عسکرو لاس درلود.

″دغه له غمه ډکه پیښه د نجابیانو، ګرندي او بلمبي په کلیو کې رامنځ ته شوې، پېښه داسې وه، چې دوی دوه هلیکوپترې او یوه بله الوتکه په هوا کې وې او په دوو کلیو عملیات پیل کړي هلته یې فشنګ او روشن اندازونه کارولي، د پیښې په ځای کې درې ډوله د ګولیو پوچکې لیدل شوې.

کندهار ته تللی ټول پلاوی په دې اند دی، چې دغه عمل د یو کس نه بلکې د څو کسانو له خوا په قصدي او له مخکې نه پلان شوي د دوه بیلابیلو ډلو له خوا تر سره شوی.

۲ - دغه یو کس نشه وو او په سبا سهار یې هغه د یوې ونې لاندې د خوب په حالت کې موندلی دی او دوی هم هماغه یو کس د سند په توګه وړاندې کوي څو هغه شل یا پنځلس کسانو چې دغه کار یې کړی هغوی پټ کړي.″

دغه پلاوي د شنبې په ورځ په داسې حال کې غونډې ته خپل رپوټ وړاندې کړ، چې تر دې یوه ورځ مخکې کندهار ته د حکومت له خوا لیږل شوي پلاوي، چې مشري د هیواد لوی درستیز کوله خپل رپوټ ولسمشر کرزي ته وړاندې کړ.

د افغانستان لوی درستیز جنرال شیر محمد کریمي ولسمشر ته د رپوټ د وړاندې کولو پر مهال وویل؛ چې امریکايي عسکرو له افغان پلاوي سره د پلټنو پر مهال هیڅ دول همکاري ونه کړه.

ولسمشر کرزي د دې رپوټ تر اوریدو وروسته وویل، چې دا قضیه باید یو ځل بیا وڅیړل شي.

خو امریکایی چارواکي په دې پیښه کې یوازې یو سرتیرې ښکیل دی، چې رابرټ بیلز نومیږي او بیرته امریکا ته استول شوې دې.

خو د ولسي جرګې یو شمیر غړي بیا د امریکا د دې کار مخالفت کوي او وایي، چې باید دغه کس په افغانستان کې محکمه شي.

دوی وایي، چې د افغانستان او ناټو ترمنځ د دوه زره دریم کال هغه تړون یې له منځه وړی چې له مخې یې په افغانستان کې د بهرنیانو د ژغورنې او خوندیتوب لامل کیږي.

د ولسي جرګې غړی محمد عالم بلخي په دې هکله داسې وايي:

″تړون له هغوی سره لاسلیک شوی و، موږ او تاسو هغه څو میاشتې مخکې همدلته د رایو له مخې رد کړ او هغه له منځه لاړه، د بهرنیو چارو له وزارت نه وپوښتﺉ، آیا د ولسي جرګې او په ټوله کې د ملي شورا پریکړه یې مقابل لوري ته رسولې او کنه؟″

ولسی جرګې دا غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې امریکایي چارواکي وایي، دغه سرتیری به یې د امریکا د قانون له مخې محاکمه کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې تراوسه پورې دا سرتیرې په رسمي ډول نه دی تورن شوی او مدافع وکیل یې خپلې هلې ځلې پیل کړي.

خو یو شمېر رپوټونه د امریکا د دفاع وزارت له خولې لیکي چې ښایي دغه اته دېرش کلن امریکايي عسکر په اعدام محکوم شي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG