د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۰

د پنجوايي په پېښه کې له یوه زیات امریکایي عسکر ښکېل دي


افغان ولسمشر حامد کرزی
افغان ولسمشر حامد کرزی

افغان حکومت غواړي، چې د کندهار ولایت د پنجوایی د وروستۍ پیښې په اړه، چې په کې شپاړس ملکي خلک وژل شوي له سره تحقیقات وکړي. دا پیښه د تیرې یکشنبې په ورځ رامنځ شوه، چې په کې یوه امریکایي سرتیري د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه شپارس ملکیان ووژل.

افغان ولسمشر د پنجوایی د اوسیدونکو او دولتي پلاوي د رپورټ له اوریدو وروسته دا باور څرګند کړ، چې د عامه خلکو د ډله ییزې وژنې په دې پیښه یو نه بلکه زیات سرتیري امریکایی سرتیري ښکیل دي.

دا پیښه د تیرې یکشنبې په ورځ رامنځ ته شوې، چې په کې د امریکایی ځواکونو د وینا له مخې یو امریکایی سرتیري د ښځو او ماشومانو په ګډون تر شپاړسو پورې ملکي خلک وژلي دي.

ښاغلي کرزي د جمعې په ورځ په ارګ ماڼۍ کې د دې پیښې د قربانیانو له خپلوانو سره په لیدنه کې وویل، چې دا ډول کړنې د افغانانو لپاره د منلو وړ نه دي او دا مساله به په جدي توګه تعقیب له امریکا سره مطرح کړي.

″″

ولسمشر کرزي په ډاګه وویل، چې وروستیو پیښو د افغانستان او امریکا ترمنځ په اړیکو ناوړه اغیزه کړې او د ده په وینا اوس مهال دا اړیکې خورا ټیټې کچې ته رالویدلي دي.

تر دې یوه ورځ مخکې افغان ولسمشر د امریکا د دفاع له وزیر سره په خبرو کې له هغه وغوښتل، چې بهرني ځواکونه دې د افغانستان له کلیو او بانډو وایستل شي او په خپلو قرارګاوو کې دې ځای پر ځای شي.

ده یو ځلې بیا په خپلې دې غوښتنې ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د امریکا ولسمشر ورسره په دې اړه خبرې کړي او پتیل شوې، چې دا مساله د شیکاګو په کنفرانس کې تر بحث لاندې راشي.

له بل لوري د افغان حکومت له خوا د استول شوي پلاوي مشر جنرال شیر محمد کریمي امریکایي ځواکونه په دې تورن کړل، چې د پیښې په څیړنه کې یی ورسره همکاري نه ده کړې.

ده ولسمشر ته د خپل رپورټ د وړاندې کولو په مهال وویل، چې د امریکایي ځواکونو د نه همکارۍ له کبله دوی په دې پیښه کې له ښکیلو کسانو سره په لیدنه کې پاتې راغلل.

″″

جنرال کریمي د دې پیښې په څیړلو کې د امریکایي ځواکونو همکاري ضروري وبلله او ویې ویل، چې د دې پرته دوی د پیښې څرنګوالی نه شي معلومولی.

افغان حکومت د دې پیښې په اړه د بیا تحقیقاتو تکل په داسې حال کې کړی، چې په پیښه کې ښکیل امریکایی سرتیری له افغانستان څخه ایستل شوی، چې د امریکایي چارواکو په وینا اوس مهال تر پوښتنو او ګرویږنو لاندې دی.

دا، چې د افغان حکومت له خوا بیا کیدونکي تحقیقات په دې مساله کې څه ډول مرسته وکړي او بلاخیره څه به ثابت کړي اوس یې اټکل ګران دی.

راپور: حمید مهمند
XS
SM
MD
LG