د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

عربي هېوادونو په سوریه کې د خپلو سفارتونو د بندولو پریکړه کړې


د فارس د خلیج د همکاریو د شورا نورو څلورو غړېو هېوادونو پریکړه وکړه، چې په سوریه کې خپل سفارتونه بند کړي، څو وښيي چې په دغه هېواد کې د حکومت له خوا د بشار الاسد پر خلاف د مظاهره کوونکو د ځپلو او د تاوتریخوالي سره مخالف دي.

دغه راپور د پنجشنبې په ورځ د سعودي عربستان خبري اژانس خپور کړی دی.

متحده عرب اماراتو، عمان، کویټ او د قطر هېوادونه د سعودي عربسیتان او بحرین پر لاره رهي سول او په سوریه کې یې د خپلو سفارتونو د بندیدو اعلان وکړ.

د فارس د خلیج د همکاریو د شوار د ۶ غړیو هېوادونوو دوو هېوادونو وویل، چې د روانې اوونۍ په پیل کې به په سوریه کې خپل سفارتونه بند کړي.


يه دې اړه د فارس د خلیج د همکاریو د شورا عمومي رئیس “ عبدال لطیف الزایني ” په یوه اعلامیه کې ویلي دي:


"له دې اقدام څخه څرګندیږي چې، د عرب خلیج هېوادونه په سوریه کې د حکومت له خوا د ملکي خلکو د وژل کېدو او ځورولو له دوام سره مخالف دي.

د سوریې حکومت په دې هېواد کې د روانې تراژدي د مخنیوي لپاره نورې ټولې هلې ځلې له پامه غورځولي دي او یوازې پر نظامي عملیاتو ټینګار کوي."


ښاغلي زیني له نړېوالې ټولني وغوښتل، چې په سوریه کې د حکومت له خوا د خلکو د وژل کیدو، شکنجو د مخنیوي او د سوریې د خلکو د وقار لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي او په دې برخه کې د خپل قانوني صلاحیتونو څخه کار واخلي.
XS
SM
MD
LG