د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۷

"بهرني ځواکونه دې د افغانستان له کلیو او بانډو نه راووځي"


د ارګ له اعلامیی ښکاري، چې د ولسمشر کرزي او د امریکا د دفاع وزیر ترمنځ شوې لیدنه تر ډیره د کندهار د وروستۍ پیښې تر سیورې لاندې وه.

په دې اعلامیه کې ویل شوي، چې افغان ولسمشر له لیون پنیټا نه غوښتي، چې بهرني ځواکونه دې د افغانستان له کلیو او بانډو و ایستلې شي او په خپلو قرارګاوو کې دې ځای پر ځای شي.

د امریکا د دفاع وزیر، چې د چهار شنبې په ورځ افغانستان ته په یو سفر راوتلې وو، د پنجنشبې په ورځ یي په کابل کې له افغان ولسمشر سره ولیدل.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې افغان ولسمشر د امریکا له دفاع وزیر نه دا هم وغوښتل، چې د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال بهیر دې د ۲۰۱۴ میلادي کال پر ځای په ۲۰۱۳ میلادي کال کې بشپړ کړای شي.

د جمهوري ریاست په اعلامیه کې ویل شوي، چې ښاغلي کرزي د امریکا دفاع وزیر ته وویل، چې افغان امنیتي ځواکونه اوس د دې جوګه دي، چې د خپلو کلیو او بانډو امنیت خپله وساتي.

که څه هم په اعلامیه کې د افغان ولسمشر د دې نوې غوښتنې په اړه نور وضاحت نه دې ورکړل شوې، خو ښکاري دا، چې دا غوښتنه د کندهار له وروستۍ پیښې سره تړاو لري.

په دې پیښه کې، چې د تیرې یکشنبې په ورځ شوې، یو امریکایي سرتیرې د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې له خپل مرکز څخه وتلې او شاوخوا شپاړس ملکي وګړي یی وژلې دي.

د اعلامیی له مخې که څه هم ښاغلي پنیټا ولسمشر کرزي ته یو ځلې بیا د دې پیښې له کبله خپله ژوره خواشیني وړاندې کړه، خو ولسمشر دا عمل په افغانانو ظلم او بې رحمي وبلله.

ښاغلي کرزي د امریکا له دفاع وزیر نه غوښتي، چې په راتلونکې کې دې د دا ډول پیښو جدي مخنیوې وکړي او دا ځکه، چې له تیرو څو کلونو راهیسې د داسې پیښو تکراریدل د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې زیانمنې کړي.

په اعلامیه کې د افغان ولسمشر په حواله ویل شوي، چې وروستیو پیښو د بهرنیو ځواکونو په وړاندې د افغانانو باور زیانمن کړې او اوس د دې باور د بیارغولو لپاره پکار ده، چې بهرني ځواکونه دې د افغانانو دیني او کلتوري ارزښتونو ته بشپړ درناوې وکړي او د خلکو کورونه دې نه تلاشي کوي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې په دې لیدنه کې افغان لوري د پنجوایي په پیښه کې د ښکیل سرتیري د محاکمې غوښتنه وکړه او ټینګار یي کړې، چې په دې اړه کیدونکي تحقیقات باید په شفاف ډول پرمخ ولاړ شي.
XS
SM
MD
LG