د کورنیو چارو وزارت په پام کې لري، چې په راتلونکې اونۍ کې د کندهار او هلمند په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د خصوصي امنیتي کمپنیو چارې د محافظت عامه پولیسو ته وسپاري.
د دغه بهیر لومړنې پړاو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې پلې شو، چې پکې د ځینو نورو ترڅنګ دوو بهرنیو امنیتي کمپنیو چارې د محافظت عامه پولیسو ته وسپارلې شول.
د محافظت عامه په چارو کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال جمال عبدالناصر صدیقي پدې اړه په خپلو خبرو کې د مشتریانو په باور ټینګار وکړ او ویویل، چې دوی هڅه کوي د امنیت په برخه کې ښه خدمات برابر کړي:
"ښه پوهیږم، چې زمونږ مشتریان د باور وړ امنیتي خدماتو ته اړتیا لري، خو د افغانستان د پراختیا لپاره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
که چېرې زموږ مشتریان پر موږ زیات باور وکړي، نو موږ به یي باور په عمل کې پلې کړو.
دا هم پوهیږم، چې د دې انتقال په برخه کې مونږ د پام وړ پرمختګونه لرو، خو بیا هم زیات کار ته اړتیا ده."
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دا بهیر د ولسمشر کرزي د فرمان له مخې پلې کیږي، چې پکې د ټولو خصوصي امنیتي کمپنیو د لغوه کولو سپارښتنه شوې.
د ولسمشر کرزي لخوا دا فرمان، چې د دوه شپیتم فرمان په نامه مشهور دې، د ۲۰۱۰ میلادي کال په اګسټ میاشت کې خپور شو او پکې د ټولو خصوصي امنیتي کمپنیو د لغوه کولو سپارښتنه شوې.
خو د ولسمشر کرزي په فرمان کې هغه امنیتي کمپنۍ له دغه بهیره مستثنا بلل شوي، چې بهرنیو ډیپلوماټیکو ادارو ته امنیتي خدمات برابروي.
کابل کې ددغه بهیر په پیل کې د لویس برجر او بلک اینډ ویچ په نامه د خصوصي امنیتي کمپنیو چارې د محافظت عامه ځواک ته وسپارلې شوې.
د دې کمپنیو مسؤلینو وویل، چې دوی د ولسمشر کرزي له فرمان وروسته ځانونه دې ورځې ته تیار کړي وو.
د دې کمپنیو ګډ رئیس بل هیټ هم په خپلو خبرو کې وویل، چې دا بهیر دومره ساده هم ندې او ممکن ځینې ستونزې او خنډونه پکې رامخته شي:
"د خصوصي امنیتي کمپنیو د چارو عامه نظم پولیسو ته سپارل به اسانه نه وي، ممکن مونږ په داسې حال کې، چې ددغه بهیر د پلې کولو هڅه کوو، له ځینو وړو خنډونو سره مخامخ شو.
زه باوري یم، چې زه د یو شمیر زیاتو خصوصي کمپنیو په استازیتوب، چې دلته یی د بیارغونې په چارو کې فعاله برخه اخستې خبرې کوو او مونږ دلته د زیاتې مودې لپاره پاتې یو."
په افغانستان کې موجودې خصوصي امنیتي کمپنۍ په څو بیلابیلو برخو کې فعالیت کوي، چې پکې د عامه موسیساتو، اکمالاتي کاروانونو او د بیارغونې د پروژو ترڅنګ پیلوماټیکو ادارو ته د امنیتي خدماتو برابرول شامل دي.
که څه هم د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې ددغو کمپنیو د فعالیتونو په اړه پراخ شکایتونه موجود وو، خو دوی توانیدلي وو، چې په خپلو امنیتي خدماتو سره د بهرنیو موسیسو او مرسته کوونکو هیوادونو باور خپل کړي.
دا، چې د محافظت عامه ځواک به تر کومه حده دا باور ترلاسه کړای شي، اوس یی اټکل ګران دې.