د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

د څرخي پله یو شمېر زندانیانو د نه خوړلو اعتصاب کړی


زیاتره بندیانو چې د څرخي پله له زندان څخه یې له ازادي راډیو سره تماس نیولی وایي، چې د ژوند شرایط یې ډیر خراب دي او ان د مطالعې لپاره دیني کتابونو او قرانکریم ته هم لاس رسی نه لري.

دوي چې په پرله پسې ډول یې ازادۍ راډیو ته ټیلیفونونه کول پر ملي شورا، د سره صلیب پر نړېوالې کمیټې او د بشرد حقوقو پرخپلواک کمیسیون غږ وکړ چې د دوی ستونزې دې هوارې کړي.

د څرخي پله د زندان له شپږم بلاک څخه یو شمېر بندیانو چې ځانونه یې سیاسي بندیان معرفي کول ازادۍ راډیو ته وویل، چې له څو ورځو راهیسې سلګونو بندیانو په دې زندان کې د ډوډۍ نه خوړلو اعتصاب کړی او لسګونو یې خپلې شنډې هم ګنډلي دي.

د څرخي پله په زندان کې بندیان په داسې حال کې د بېلابېلو ستونزو له امله د ډوډۍ نه خوړلو له اعتصاب څخه خبرې کوي چې لسګونه بندیان د بګرام له زندان څخه، چې د پروان زندان نومول شوې د دې زندان شپږم بلاک ته لیږدول شوي او ټاکل شوې چې سلګونه نور بندیان هم په نږدې راتلونکې کې دې زندان ته انتقال شي.

موږ ډیر کوښښ وکړ، چې د دې بندیانو له غوښتنو سره سم د بشر د حقوقو له خپلواک کمیسیون سره هم د دوي ستونزې شریکې کړو خو ونه توانیدو، د سره صلیب د نړیوالې کمیټې مسوولینو هم په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه یوازې دومره یې وویل چې په دې اړه څیړنې پیل کړي دي.

د ولسي جرګې اداري پلاوی هم وایي، چې د څرخي پله د زندان په شپږم بلاک کې د بندیانو د ستونزو او د ډوډۍ نه خوړلو له اعتصاب څخه خبر ور رسیدلی، د دې جرګې دوهم مرستیال نعمت الله غفاري د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل چې د ولسي جرګې یو پلاوی به ډیر ژر د څرخي پله زندان ته ولاړ شي او له بندیانو سره به د هغوي د ستونزو په اړه مخامخ خبرې وکړي:

"تصمیم مو دی چې اړونده کمیسیونو ته ووایم چې هرڅومره ژر چې دوي کولای شي ولاړ دې شي او له نژدې صحنه وګوري او په خپله له بندیانو سره دې وویني نه د محبس له مسولینو سره"

سره له دې چې د څرخي پله د زندان په شپږم بلاک کې بندي کسان ځانونه سیاسي بندیان بولي او وايي، چې له پروان زندان څخه لسګونه لیږدول شوي بندیان هم سیاسي بندیان دي خو د څرخي پله د زندان مسوولان وایي، چې په دې زندان کې سیاسي بندیان نشته.

د څرخي پله د زندان قومندان جنرال خان محمد خان ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې زندان کې بندیانو اعتصاب نه دی کړی او نه هم ستونزې لري، د ده په خبره یو شمېر بندیان د قانون په خلاف ځینې ناسمې غوښتنې لري او هڅه کوي چې په ناحقه شور او زوګ جوړ کړي او ورڅخه ګټه واخلي.

دا لومړی ځل نه دی چې په څرخي پله زندان کې بندیان له بیلا بیلو ستونزو څخه شکایت کوي او وایی چې د ډوډۍ نه خوړلو اعتصاب یې کړی،بلکې په تیرو کلونوکې هم په دې زندان کې ورته ستونزې پیدا شوي حتی د بندیانو او د زندان د ساتونکو ترمنځ اخوډپ کې مرګ ژوبله هم رامنځ ته شوې.

په کابل کې د څرخي پله له زندان سربیره د افغانستان په ځینو نورو زندانونوکې هم کله نا کله دا ډول ستونزې اوپیښې شوي،حتی د کندهار د سرپوزې له زندان څخه تیرکال سلګونه تنه بندیان په تیښته بریالي شول.

خو دا چې د څرخي پله د زندان په شپږم بلاک کې په رښتیا سره بندیان دا ځل څومره ستونزې لري او د هغوی د ډوډۍ نه خوړلو اعتصاب څنګه دی دا به دې زندان ته د ولسې جرګې د حقیقت موندونکي پلاوي له ورتګ څخه وروسته معلومه شي.
XS
SM
MD
LG