د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

ننګرهار کې نامعلومو وسله والو يو ښونځى ويجاړ کړ


ناڅرګندو وسله والو د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې يو ښوونځى په بمونو ويجاړ کړى او سوزولى يي دى.

دغه پېښه تېره شپه نهه بجې د دغې ولسوالۍ په شولانې سيمه کې رامنځته شوې ده.

د ننګرهار د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمد اصف شينواري د پنجشنبې په ورځ وويل، چې نا معلومو وسله والو لومړى د ښوونځي دوه تنه ملازمان(ساتونکي) په پړو تړلي او بيا يې د ښوونځي ودانۍ ته چاودېدونکي توکي ځاى په ځاى کړي دي، ښاغلي شينوراي زياته کړه:

"چاودنه کې د ښوونځي د ادارې په ګډون څلور تدريسي خونې په بشپړه توګه له ځمکې سره هوارې شوي او څلور نورې هغه يي هم زيانمنې شوي دي."

نوموړي دا هم وويل، چې په ياد ښوونځي کې اته ويشت هغه خېمې چې د تدريسي ټولګيو ګټه ترې اخیستل کېده هم د اور په لمبو سوزول شوي دي.

د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول وايي، چې د ښوونځي په اداره کې ټول اسناد له منځه تللي دي.

هغه وويل، تر پېښې وروسته وسله والو د ښوونځي ملازمان له پړو خلاص کړي او خپله په تېښته بريالي شوي دي.

د سرچينې په وينا د شولانې سيمې په ښوونځي کې دا مهال ١٣٩٠ تنه نجونې او ١٢٤٠ تنه هلکان زده کړه کوي.

د يادونې وړ ده، چې په تير يو کال کې دا څلورم ښوونځى دى، چې د چپرهار ولسوالۍ اړوند سيمو کې د نا معلومو وسله والو له خوا ويجاړ او سوزول کېږي.
XS
SM
MD
LG