د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

عدلیې وزارت خپله بودیجه په څه لګولې؟


د عدلیې وزارت وایي، په ولایتونو کې زندانونو ته د ودانیو جوړول، د عدليي او قضایي چارو ملي پروګرام او په ولسوالیو کې د عامه پوهاوي پروګرام یې په ۱۳۹۰ کال کې له مهمو پروژو څخه وو.

د عدلیې وزارت مالي ریس عبدالولید کریمزي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دې او ځینو نورو پروژو د پلي کیدو لپاره یې په ۱۳۹۰ کال کې څه باندې شپږ میلیونه امریکایي ډالره پراختیایي بودیجه درلوده:

"موږ سږ کال شپږ میلیون، شپږسوه او یواویا زره ډالره پراختیایي بودیجه درلوده، موږ تقریبا شپږ اویا فیصده مصرف کړې ده، پروژې مو مثلآ اعمار د زندانونو وو، د عدلیې او قضایي ملي پروګرام وو، پروژه سازي وه د اصلاح د مرکزونو، محابسو لپاره د تجهیزاتو خریداري وه."

که څه هم په ولایتونو کې زندانونو ته د ودانیو جوړول د عدلیې وزارت له سږنیو پروژو څخه دي، خو د روان کال په ترڅ کې د زندانونو د کنټرول او جوړونې چارې کورنیو چارو وزارت ته وسپارل شوې.

یو شمېر کتونکي په دې باور دي چې عدلیې وزارت په خپل وخت کې زندانونو ته لازمه پاملرنه نه ده کړې او په دې برخه کې یې کافي بودیجه هم نه ده لګولې.

د حقوقي چارو کتونکي اجمل هوډمن ازادۍ راډیو ته وویل، چې په ځینو ولایتونو کې زندانونه ځانګړې او معیاري ودانۍ نه لري او د زندان چاپیریال هم ډیر خراب وي:

"د محابسو ریاست ګوره د دوي په اداره کې وو، له ځینو لویو ولایتونو پرته چې محبسونه پخوانۍ ودانۍ لري نور په ټولو ولایتونو کې زندانونه ودانۍ نه لري، هر ولایت ته چې تاسې ولاړ شﺉ یو شخصي کور نه محبث جوړ شوی چې ډیر په بد حالت کې دی، زه فکر کوم که دوي بودیجه په ځای لګولې وای اوس به دغه ستونزې حل وې، خو تر اوسه هم موږ دغه ستونزې په خپلو سترګو وینو."

خو د عدلیې وزارت مسولین وایي، مخکې له دې چې زندانونه کورنیو چارو وزارت ته وسپارل شي، دوي ورته لازمه پاملرنه کړې.

د عدلیې وزارت مالي ریس عبدالولید کریمزی وایي، دوي په روان کال کې شپږو زندانونو ته معیاري ودانۍ جوړې کړي:

"اعمار د شپږو زندانونو په شپږو ولایتونو کې وو، چې ولایتونه یې، بامیان، غور، بدخشان، سمنګان او دایکنډي وو.

تر هغې چې زندانونو وزارت عدلیې پورې اړوند وو، حدالامکان توجه یې کړې وه د زندانونو په برخه کې، اوس وزارت داخلې پورې اړه لري.
"

د عدلي او قضایي چارو ملي پروګرام د عدلیې وزارت بله پروژه ده، چې له مخې یې په هېواد کې د عدلیې وزارت کارکوونکو ته مسلکي روزنه ورکول کیږي، خو کارپوهان د عدلیې وزارت په دغې پروژې هم انتقاد کوي.

اجمل هوډمن وایي، چې په ولایتونو کې اوس هم د عدلیې وزارت د کارکوونکو وړتیاوې ټیټې دي:

"موږ ته د کار نتیجه مهمه ده، تر اوسه هم په عدلیې وزارت کې وړتیاوې نه دي لوړې شوي، عدلیې وزارت پورې اړوند په ولایتونو کې چې څوک د حقوقو په ریاست کې کار کوي هغوی پوره کدرونه نه لري، وړتیاوې یې هم ټیټې دي ان په دې اندازه چې نه شي کولای د افغانستان له قانون څخه ریښتینی درک ولري.)

سره له دې چې عدلیې وزارت وايي د خپل مسولیت په وخت کې یې زندانونو ته زیاته پاملرنه کوله،خو په روان کال کې د څرخي پله یوشمیر زندانیانو ازادي راډیو ته د کافي ځای او تجهیزاتو له نشتوالي شکایت کاوه.

د تخار زندانیانو د ژمي په لومړیو کې شکایت درلود چې دوی په زندان کې بخارۍ او کمپلې نه لري،او له همدې امله یې د څو ورځو لپاره خپلې شونډې ګنډلې وې.

خو عدلیې وزارت وایي ترهغو چې د زندانونو کنټرول ددوی په غاړه وو، دوی ورته لازمه پاملرنه کوله.

راپور:اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG