فارين پاليسي خپرونه څرګندوي، چې د امريکا د متحد ايالاتو د حکومت د يوې موافقې له مخې د طالبانو پنځه مشران د ګوانتنامو له زندانه قطر ته استول کيږي.
يو شمېر امريکايي چارواکي له دې موافقې سره مخالف دي، خو افغان چارواکي هيله لري چې له دې سره به د سولې بهير چټک شي.
د امريکا د سنا د اطلاعاتو د کميټې مشره ديني فينستين وايي، د طالبانو يو شمير مشران له ګوانتنامو زندان څخه قطر ته استول کيږي او دا کسان د هغې موافقې له مخې ليږل کيږي چې د لويديځ يو زنداني به طالبان خوشي کوي. البته تر اوسه پر دې موافقې سلا نه ده شوې.
د اوباما اداره غواړي چې د طالبانو پنځه چارواکي قطر ته واستوي او هلته نظر بند وي. د فارين پاليسې خپرونې د رپوټ له مخې تر اوسه امريکايي چارواکو پر دې مسالې ښکاره بحث نه دي کړي.
فينستين وايي، قطر ته به د طالبانو د مشرانو له انتقالولو سره يو ډول اعتماد هم د دواړو لوريو تر منځ پيدا شي، خو نوموړې دا هم وويل چې موږ داسې کسان پريږدو چې ډير کسان يې وژلي دي او دوي د طالبانو مهم کسان دي.
له موافقې سره سم به امريکا د طالبانو پنځه مشران قطر ته استوي او هلته به د قطر د حکومت تر نظارت لاندې وي. د رپوټونو له مخې د طالبانو په دغو پنځو چارواکو کې يو هم د طالبانو د رژيم د کورنيو چارو وزير ملا خير خواه دي، بل د طالبانو د رژيم په وخت د افغانستان په شمال کې د هغوي يو والي نوراله نوري دي او دريم هم د طالبانو پوځي قوماندان ملا فاضل اخند دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتويو پخواني جګپوړي کارکوونکي محمد عمر صافي د طالبانو د دي مشرانو په اړه ازادي راډيو ته وويل چې دوه تنه يې پيژني او هغوي به د سولې د بهير په پرمختګ کې مرسته وکړي.
بل لور ته د امريکا د اطلاعاتو د کميټې مشره وايي چې دا په خپله له دې معاملې سره مخالفه ده چې د طالبانو دا مشران قطر ته واستول شي. دا وايي، دا کسان د طالبانو مشران دي، عادي خلک نه دي او دوي به په قطر کې هغسې تر نظارت لاندې نه وي لکه په ګوانتنامو کې چې دي او څوک به نه خبريږي چې د طالبانو دا مشران به په قطر کې څه کوي او څه ډول تبليغات به کوي.
افغان چارواکو د دې موافقې په اړه ويلي دي چې دا د سولې د خبرو پر لور يو ګام دي چې اخيستل کيږي.