د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

غونډې ته د وکیلانو نه حاضرېدل د ولسي جرګې باور زیانمن کړی


د ولسي جرګې اداري پلاوی او ځني نور غړي په دې باور دي، چې غونډو ته د وکیلانو نه حاضرېدل، د دې جرګې باور د ملت او دولت په وړاندي کم کړی.

د چهار شنبې په ورځ د دې راپور د جوړولو لپاره د ولسي جرګې یوې غونډي ته ورغلو، چې د غوندې په پیل کې ټول حاضر وکیلان یوازې ۷۲ تنه وو او په پای کې شا او خوا ۵۰ تنه حاضر وو، چې غونډه بې له کومې پرېکړي پای ته ورسېده.

د ولسي جرګې منشي عبدالستار خواصي او د دې جرګې غړې فوزیه کوفي او تورن عبدالخالق دا د ولسي جرګې لویه او تکراري ستونزه بولي، د دوی په خبره چې ډېرې مهمې پریکړې او قوانین له همدې امله له ځنډ سره مخ کیږي.

″۱- ایا دا ممکنه ده، چې په یوه ورځ دې ۲۰۰ وکیلان کار ولري، قطعاً دا د منلو وړ نه ده، دا زموږ په مسوباتو باندې منفي اغیز کوي، نن تاسو ولیدل، چې په جرګه کې مو نصاب نه درلود، نو موږ ونه شو کولای، چې نهايي فیصلې ته ورسیږو، ملت هم په پارلمان باور نه لري. د دې وجه دا ده، چې وکیل پارلمان ته په سپکه سترګه ګوري، پنځه یا شپږمه وظیفه یې ګوري.

۲- د دې دلیل دا دی، چې پارلمان خپل موثریت له لاسه ورکړی، او ځیني وکیلان په خپلو شخصي کارونو بوخت دي، نو هغه وکیلان چې راځي احترام کوي دا هغوی ته بې احترامي ده.

۳ – حقیقت دا دی، چې ډېر وکیلان په خپل شخصي بزنسونو او سفرونو مصرف دي، جرګې د دوی نه حاضرېدل زیات مشکلات خلق کړي دي.″

د راپورونو له مخې د ولسي جرګې دې ۱۶ دورې په خپل لومړي کال کې لازم کارونه نه دي کړي، چې له هغې جملې څخه د بودیجې او یو شمېر قوانینو د تصویب ځنډ دی.

همدارنګه ویل کیږي، چې د افغان حکومت پر کارونو یې په هغه ډول څار نه دی کړی، چې د خلکو تمه کیدله.

د ولسي جرګې حاضر غړي هم یاد ټکی مني او په خبره یې چې مسوولیت یې د هغو وکیلانو دی چې په منظم ډول غونډو ته نه حاضریږي.

د حقوقي او سیاسي چارو پوهان وايي، چې ولسي جرګې ته د وکیلانو په منظم ډول نه حاضرېدل نه یوازي د قوانینو د تصویب مخه نیسي بلکې په سیاسي ډګر کې هم د دې جرګې باور کمولی شي.

د دوی له ډلي نصرالله ستانکزی وايي، چې په دې ډول د ولسي جرګې دوهمه اساسي دنده تر سوال لاندې راځي.

″د دوی دویمه وظیفه چې هغه د حکومت پر اعمالو نظارت دی، هغه تر سوال لاندې راولي. اساسي خبره دا ده، چې په خلکو کې په خپله د ولسي جرګې اعتبار کموي او پایله کې هغه ډیموکراسي چې په افغانستان کې رامنځ ته شوې ده، هغه ده صدمه رسوي.″

د افغانستان ولسي جرګه ۲۴۹ غړي لري او په هر هیواد کې ولسي جرګه مهم قوانین او بودیجه تصویبوي او د خپل حکومت پر کارونو څار کوي او د خلکو له ستونزو ځان خبروي.

د افغانستان د اوسنۍ ولسي جرګې پر یو شمېر غړو تور لګول کیږي، چې په خپلو شخصي سوداګریزو چارو مصروف وي، د خپلو ځانګړو هدفونو لپاره کار کوي او دې جرګې ته یې شا ورګرځولې ده.

د دې جرګې پر یو شمېر غړو بل تور دا لګول کیږي، چې د هېواد اساسي او ملي ګټې تر خپلو ګټو مهمي نه بولي، چې راپورنه یې مثال په وروستیو ورځو کې هغو وزیرانو ته باور د رايې ورکول دي، چې یو ځل دوی رد کړي وو.

دا لومړی ځل نه دی، چې ولسي جرګې د وکیلانو د ډیرو غیرحاضریو څخه شکایت کوي،
بلکې د دې جرګې په تیره دوره کې هم دغه ستونزه وه.

د ولسي جرګې نور غړي بیا له افغان ولس څخه غواړي، چې د دې ستونزي د حل لپاره باید دوی د خپلو وکیلانو په ټاکلو کې ډیر پام وکړي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG