د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

وروستیو پېښو په افغانستان کې د امریکا پرهمکاریو بده اغیزه کړې


د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا
د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا
د امریکا د متحده ایالات دفاع وزیر د چهارشنبې په ورځ په خپلو خبروکې په افغانستان کې وویل، چې وروستۍ پیښې او خنډونو، په افغانستان کې د امریکا پرهمکاریو بده اغیزه کړې.

خو لیون پنیټا وویل، چې دا پیښې د القاعده او طالبانو په له منځه وړلو کې به هیڅ ډول بدلون د امریکا په فعالیتونو کې را نه ولي.

لیون پنیټا د هلمند له نا امنه ولایت څخه لیدنه وکړه او دا لیدنه څو ورځې وروسته له هغې کیږي، چې یوه امریکایي سرتیري د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې شپاړس ملکي وګړي په ډزو سره ووژل، چې ډېر شمېر یې ښځې او ماشومان وو.

د ښاغلي پنیټا ویاند د هغه دا سفر او خبرې آترې مهمې او ارزښتناکې وبللې، خو د امریکا د دفاع وزیر دا سفر او په هلمند ولایت کې له ځینو چارواکو سره د هغه خبرې آترې د هغې ماین چاودنې ترسیورې لاندې راغلې؛ چې له امله یې د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې اته تنه ملکي وګړي ووژل شول.

که څه هم تراوسه پورې افغانستان ته د امریکا د دفاع د وزیر د سفر اساسي هدف لا نه دی څرګند، خو ویل کیږي، چې دې به په کابل کې له افغان مشرانو سره د کندهار د پنجوایي د پیښې په اړه هم خبرې وکړي.

افغان مشرانو په دې پیښه کې، چې د یکشنبې په ورځ شوې او په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شپاړس کسان وژل شوي، د ښکیل سرتیري لپاره په افغانستان کې علني محاکمه غوښتې.

که څه هم تراوسه نه ده څرګنده، چې لیون پنیټا په دې اړه افغان مشرانو ته څه پیغام ولري، خو د دغه هیواد مشرانو ډاډ ورکړې، چې دا مساله به په جدي توګه تعقیب کړي.

د امریکا ولسمشر بارک اوبا، چې د سې شنبې په ورځ یې په دې اړه خبرې کولې وویل، چې دوی د امریکا او افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوي، چې په دې پیښه کې له ښکیل کس سره قانوني چلند وکړي.

″ما پینټاګون ته لارښوونه کړې، څو دا باوري کړي، چې موږ په دې برخه کې له هیڅ راز هلو ځلو ډډه نه کوو او په دې برخه کې بشپړ تحقیقات کوو.

زه د امریکا او افغانستان خلکو ته دا ډاډ ورکول شم، چې موږ به حقایق تعقیب کړو او ډاډ ورکوو، چې هر څوک، چې په دې پیښه کې ښکیل وي د قانون له مخې به ورسره جدي چلند وشي.″

د امریکا د دفاع وزیر د ناټو، امریکایي او افغان سرتیرو پر وړاندې په خپلو څرګندونو کې وویل، چې په بګرام کې د قرآنکریم سوځونه یوبله پیښه وه، چې دوی ته یې په یوه ډول ستونزې پیدا کړي، چې ښه بیلګه یې د افغانستان په کورنیو چارو وزارت کې د یوه پولیس له خوا د دوو امریکایي سلاکارانو وژنه وه.

ده وویل، وروستۍ پیښې که په بګرام کې د قرآنکریم سوځول وو او که په کندهار کې د ملکي وګړو وژل کیدل په یوه ډول سره سخت خواشینوونکي وو.

پنیټا څرګنده کړه، چې دا انفرادي پیښې به په افغانستان کې د دوی فعالیتونه اغیزمن نه کړي خوښایي چې له ستونزو او ناخوالو او سختو آزموینوسره مخامخ شو.

له بل لوري افغانستان ته له سفر مخکې لیون پنیټا هم ویلي وو، چې ممکن په دې پیښه کې ښکیل د دوی سرتیرې له سختې سزا سره مخامخ شي.
XS
SM
MD
LG