د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

″جرمني له افغانستان سره ستراتیژیک تړون لاسلیک کوي″


د جرمني د دفاع وزیر ټام ډي میزیر
د جرمني د دفاع وزیر ټام ډي میزیر
د جرمني د دفاع وزیر چې افغانستان ته راغلی، د چهارشنبې په ورځ یې په کابل کې له خپل افغان سیال سره په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د هیواد صدراعظمه به یې له افغانستان سره د اوږد مهاله ستراتیژیکو همکاریو تړون لاس لیک کړي.

د جرمني د دفاع وزیر ″ټامس ډې میزیر″ که څه هم د ستراتيژیک تړون په اړه جزییات ورنه کړل خو ویې ویل، چې هیواد به یې له دوه زره څوارلسم میلادی کال وروسته له افغانستان سره مالي او تخنیکي مرستو ته دوام ورکړي.

″ټاکل شوی، په راتلونکې کې د جرمني د صدراعظمې او افغان ولسمشر له خوا یو ستراتیژیک تړون لاس لیک شي، خو جرمني له دې تړون پرته د افغانستان دوست دی او خپلو مرستو ته به دوام ورکړي.

جرمني د افغانستان پر وړاندې پر خپلو ژمنو ولاړ دی او له دوه زره څوارلسم میلادي کال وروسته به خپلو مرستو ته دوام ورکړي، خو تراوسه د دې مرستو اندازه نه ده روښانه شوې.″

د جرمني د دفاع وزیر په داسې حال کې د سې شنبې په ورځ افغانستان ته راغلی او په مزارشریف کې یې له خپلو عسکرو سره ولیدل، چې په روانه اونۍ کې د جرمني صدراعظمه انګلا میرکل هم مزارشریف ته راغلې وه.

د افغانستان د دفاع وزیرجنرال رحیم وردګ په تیرو کلونو کې د جرمني له مرستو څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې افغان دولت او خلک په راتلونکي کې هم د جرمني د مرستو او همکاریو په تمه دي.

نوموړي وویل، که څه هم جرمني په تیرو کلونو کې له ملي اردو سره ډېره مرسته کړې، خو باید په راتلونکې کې هم د دې ځواک په تجهیز او روزنه کې فعاله ونډه واخلي.

″هر وخت چې افغانستان له ستونزې سره مخامخ شوی او بحران په کې راغلی، د جرمني دولت او خلکو له موږ سره هیڅ ډول مرستې او همکارۍ نه دي سپمولي.

افغان دولت او خلک له زړه نه غواړي، چې د دواړو هیوادونو تر منځ همکاري او دوستې اوږده او ټینګه وي.

په نږدی راتلونکي کې به یو ستراتیژیک تړون د افغانستان او جرمني تر منځ لاس لیک شي، چې له مخې به یې له دوه زره څوارلسم میلادي کال وروسته جرمني له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.″

افغانستان ته د بهرنیو هیوادونو د لوړ پوړو چارواکو د راتګ لړۍ په داسې مهال پیل شوې، چې د تیرې یکشنبې په ورځ د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې یو امریکایي سرتیري شپاړس تنه ملکي وګړي ووژل او شپږ نور یې ټپیان کړل.

دې پیښې د افغان حکومتي چارواکو سربیره د ملي شورا غړي او عام خلک ډیر په غصه کړل او د ولسمشر اوباما او یوشمېر نورو امریکایي چارواکو له بخښنې غوښتو سره سره لاهم دا غصه په خپل حال پاتې ده.

د ملي شورا غړي او عام خلک غواړي، چې دا امریکایي سرتیری په افغانستان کې په علني توګه محاکمه شي، خو امریکایي چارواکو ویلي، چې په دې اړه جدي څیړنې پیل شوي او له دې امریکايي عسکر سره به د امریکا د قوانینو له مخې چلند وشي.

راپور: ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG