د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۵

ارسلا: ښه حکومتداري د امنیت او انکشاف ضمانت کوي


د افغانستان حکومت مشر وزیر هدایت امین ارسلا
د افغانستان حکومت مشر وزیر هدایت امین ارسلا
د توکیو کنفرانس ته د تیاریو په لړ کې افغان حکومت هڅه کوي، چې دغه کنفرانس ته د افغانستان اساسي غوښتنې او اړتیاوی د یو جامع سند په بڼه وړاندې کړي.

د مالیې وزیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د ښې حکومتدارۍ په اړه یوې غونډې ته وویل، دوې به د توکیو په کنفرانس کې له نړیوالې ټولنې وغواړي، چې د افغانستان د پرمختګ لپاره خپلې مرستې واضع کړي.

نوموړی وویل، افغان دولت به هڅه وکړي، ترڅو د نړیوالې ټولنې د مرستو د جذب او د ښه مصرف لپاره اساسي اړتیاوې معلومې او د دغو اړتیاو د پوره کولو لپاره یوه ځانګړی نیټه وټاکي.

″د نړیوالې ټولنې لپاره باید د باور وړ پلان ولرو، نه دا چې یواځې د کاغذ په مخ وي.
داسې پلان چې په هغه کې شاخصونه معلوم شوي وي، زمانې قید ولري، د ارزونې وړ وي، چې لاس ته راونې او نه لاس ته راوړنې هم په کې ښکاره شي.

او بیا هم داسې یو سند جوړ کړو، چې په لومړی ګام کې زموږ د خلکو د غوښتنو انعکاس په کې وي او همدا شان په هغه شکل چې موږ ګورو زموږ د حکومتدارۍ اړتیاوې په کې انعکاس شوې وي.″

ښاغلي زاخیلوال وویل، لاهم د افغانستان عادي بودیجه د نړیوالې ټولنې له مرستو څخه تمویلیږي او اندیښنه یې وښوده، چې د دوی له مرستو پرته به یوشمېر ادارې د تړلو له ګواښ سره مخ شي.

نوموړی سپارښتنه کوي، چې نړیواله ټولنه باید په بنسټیزو پروژو کې چې د افغانستان اقتصاد په پښو درولی شي، مرسته وکړي.

ټاکل شوې د ټوکیو دا نړیواله غونډه د روان میلادي کال د جولای په اتمه نیټه د جاپان په توکیو ښار کې جوړه شي.

د دې کنفرانس هدف له دوه زره څوارلسم میلادي کال وروسته چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي تر دوه زره څلور ویشتم کال پورې نړیواله ټولنه په مالي او اقتصادي برخو کې د افغانستان ملاتړ وکړي.

له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د دوام اساسي شرط دا دی، چې په افغانستان کې ښه حکومتداري را منځ ته شي او تر اوسه یې د دې هدف د لاس ته راوړلو لپاره ډیرې مرستې هم کړې دي.

خو مشر وزیر هدایت امین ارسلا وویل، چې د ښې حکومتدارۍ د رامنځ ته کولو پر وړاندې زیاتې ستونزې پرتې دي.

″ښه حکومتداري په اصل کې د امنیت او پرمختګ اساسي ستنې را منځ ته کوي، د ښې حکومتدارۍ په تامین سره کولای شو، چې پرمختګ هم وکړو او تل پاتې سوله هم تضمین کړو او په عین وخت کې به وښیي، چې موږ لاهم ستونزې لرو، چې ورسره مخ یو او باید چې له منځه یې یوسو.″

افغان حکومت د ټوکیو په غونډه کې د نړیوالو د مرستو د جلبولو لپاره دا هڅې په داسې حال کې کوي، چې په تیرو لسو کلونو کې په میلیارډونو ډالره ښکته پورته شوي، خو لا هم د حکومتدارۍ په برخه کې ستونزې موجودې دي.

دا چې د ټوکیو د کنفرانس مرستې به د دې ستونزې د هواري لپاره څومره ګټور وي، اوس یې اټکل ګران دی.

خبریال: ذ کیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG