د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۳

د۲۰۰۳کال تړون امریکا ته دوحشت لارهواره کړې


په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن هم خپل زیاتره مطالب د کندهار وروستۍ پیښې او په دې پیښه کې د ښکیلو کسانو د محاکمې څرنګوالي ته ځانګړې کړي.

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې د امریکایي سرتیرو د محاکمې ترڅنګ د هغو افغانانو محاکمه هم غوښتې، چې د ورځپاڼې په وینا په دې جرم کې شریک دي.

د ورځپاڼې اشاره د هغه تړون لاسلیکوونکو ته ده، چې په افغانستان کې بهرنیو ځواکونو ته د هر ډول عملیاتو اجازه ورکړې او دوی یې له هر ډول عدلي او قضایي تعقیب نه خوندي کړي دي.

ورځپاڼه لیکي، چې همدا تړون دی، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د وحشت زمینه برابره کړې او افغانستان نه شي کولای، چې په هېواد کې دننه په دغو وحشتونو کې د ښکیلو سرتیرو محاکمه وغواړي.

ورځپاڼې دې مسالې ته په کتو سره لیکلي، چې په پنجوایي کې د افغان میرمنو، ماشومانو او سپین ږیرو د وژنې لپاره یوازې امریکایي سرتیرې نه بلکې هغه کسان هم ګرم دی، چې په ۲۰۰۳ میلادي کال کې یې دا تړون لاسلیک کړې.

ورځپاڼې لیکلي، که دوی د پنجوایي د پیښې په تړاو نه شي محاکمه کیدای، نو لږ تر لږه د هیواد د ملي حاکمیت تر پښو لاندې کولو لپاره خو د ملي خاینینو په توګه ولس ته ورپیژل کیدای شي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا لیکلي، چې همدا تړون د دې سبب ګرځیدلی، چې امریکایي چارواکي په افغانستان کې د خپل سرتیري د محاکمې لپاره د ولسي جرګې غوښتنه رد کړي.

خو ورځپاڼې لیکلي، چې د هېواد ولسي جرګې د ۲۰۰۳ میلادي کال دا پوځي تخنیکي تړون، چې له مخې یې امریکایان په افغانستان کې د هر څه کولو حق لري او عدلي او قضایي خوندیتوب لري د لړم په میاشت کې رد کړی دی.

ورځپاڼې په ورته وخت کې امریکا ته هم سپارښتنه کړې، که له افغانستان سره دوامداره اړیکې غواړي، نو باید د دولت او خلکو غوښتنې ومني او په هېواد کې موجودو حساسیتونو ته جدي پام وکړي.

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا د پنجوایي د پیښې په تړاو د ولسي جرګې غوښتنه غیر مسوولانه بللې او لیکلي یې دي، چې له دې سره د ولسي جرګې حیثیت ته زیان رسیږي.

ورځپآڼې لیکلي، چې ولسي جرګه د ۲۰۰۳ میلادي کال له تړون نه، چې د وخت د بهرنیو او کورنیو چارو وزیرانو له خوا لاسلیک شوی و، خبره وه، خو مخکې له دې، چې په دې اړه کومه نهایي پریکړه وکړي، داسې غوښتنه یې مطرح کړه.

خو محور نا دولتي ورځپاڼې بیا په افغان حکومت انتقاد کړی، چې په تیرو اتو کلونو کې د دغه تړون د بدلولو لپاره هیڅ راز هڅه نه ده کړې.

ورځپاڼې لیکلي، چې په نړۍ کې تراوسه پورې داسې هیڅ تړون نه دی رامنځ ته شوی، چې د لغوه کولو امکان یې په پام کې نه وي نیول شوی.

ورځپاڼې حکومت ته سپارښتنه کړې، چې دا ځلې باید دا مساله په جدي توګه تعقیب کړي او که دا ځلې هم دا کسان له محاکمې خلاص شي، نو د ورته غمیزو د تکرار مخنیوی به ګران وي.

هیواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې په ۲۰۰۳ میلادي کال کې لاسلیک شوی دا تړون، چې له ملي حاکمیت نه بشپړ سرغړاوی دی په هیڅ صورت د افغانانو لپاره د منلو وړ نه دی.

ورځپاڼې لیکلي، چې د دغه تړون د لاسلیک په اړه له افغانانو نظر نه دی غوښتل شوی، بلکې دا یو خپل سری تړون دی، چې باید له منځه یوړل شي.

سرنوشت بیا په ځینو هغو کورنیو کړیو سخت انتقاد کړی، چې تل د حق او عدالت نعرې پورته کوي، خو په دې مساله یې خاموشي غوره کړې ده.

ورځپاڼې پوښتنه کړې، چې چېرته دی کریم خلیلي، چې د افغانانو له وینې څخه د دفاع لپاره له دوی سره خیمه ووهي، چیرته دی د ولس له غمه مړ ډاکټر عبداله او ملګري یې، چېرته دی د بشر د حقوقو خپلواک کمسیون، چې په دې اړه خپل غږ پورته کړي.

ورځپاڼه، چې له دې خلکو ډیره ګیله منده ښکاري لیکلي، چې اوس خلک پوه شوي، چې ریښتینی رهبر نشته او دا ټول د خپلو شخصي ګټو لپاره کار کوي.
XS
SM
MD
LG