د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۳

د کندهار په پېښه کې ښکېل امریکایی دې په افغانستان کې محاکمه شي


د افغانستان مشرانو جرګه
د افغانستان مشرانو جرګه
مشرانو جرګې دغونډې له پریښودو مخکې دنیم ساعت لپاره په کندهار کې د ملکي کسانو په مرګ ژوبلې خبرې وکړې او غوښتنه یې کوله چې دغه امریکایی کس باید محکمه شي.

سناتورانو وویل، چې په دې پیښه کې ښکیل امریکایی سرتیرې باید په افغانستان کې دننه په علني ډول او د هیواد د قوانینو په رڼا کې محاکمه شي.

دریو سناتورانو رفیع الله حیدري، نعمت الله پوپل او نثار حارث په دې اړه وویلک

″۱- زموږ وروستۍ او نهايي غوښتنه دا ده، چې د افغانستان په محکمه کې دې محکمه شي او د افغانستان د قانون له مخې دې محکمه شي.

۲ – دا یو پله نه ده، دوه پله نه ده. دا باید افغانستان ته تسلیم کړي، د افغانستان اساسي قانون ته دې تسلیم کړي.

۳- ده په خپل سر دا عمل په افغانستان کې ترسره کړی، زموږ غوښتنه دا ده، چې دا باید په افغانستان کې او د افغانستان د اساسي قانون له مخې مجازات شي.″

ولسي جرګې هم له دې یوه ورځ وړاندې ورته عمل وکړ او داعتراض په بڼه یې خپله عمومي غونډه لغوه او دیوه پریکړه لیک په صادرولو سره یې غوښتنه وکړه چې دغه امریکای وګړی باید په افغانستان کې په علني توګه محاکمه شي.

یو شمیر کارپوهان بیا په افغانستان کې ددغه امریکایي سرتیري محاکمه ناممکنه بولي.

افغان کتونکي اجمل هوډمن ازادي راډیو ته وویل که څه هم د افغانستان په جزا قانون کې پدې اړه واضح حکم موجود دې، خو دده په وینا په دې برخه کې هغه تړون خنډ رامنځ ته کوي چې په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د بهرنیوچارو وزارت او ایساف ترمنځ لاسلیک شوی دی.

″تر ټولو لویه ستونزه چې ده، هغه ، هغه سند دی، چې په ۲۰۰۳ کال کې دافغانستان د کورنیو او بهرنیو چارو وزیرانو له خو د ایساف له ځواکونو سره لاسلیک شوی و. د ده سند له مخې افغانستان نه شي کولای، چې یو امریکایی یا د ایساف غړي په افغانستان کې محاکمه کړي.″

له بل لوري دامریکا ددفاع وزارت هم د افغانانو هغه غوښتنې رد کړي چې پکې ویل شوي، چې دغه امریکایی عسکر دې د افغانستان دننه محاکمه شي.

د امریکا ددفاع وزارت ویاند جورج لیټل ویلی دغه سرتیری به دامریکا له خوا او دامریکا د قانون له مخې محاکمه شي.

خوځینې سناتوران اندیښمن وو چې امریکایي چارواکي تل د خپلو مجرمینو د محاکمې ژمنه کوي خو د وخت په تیریدو سره هغه له پامه غورځوي.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG