د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۳۱

"د راتلونکي کال لپاره ۱۱۰۰۰ ښوونکي په دندو ګمارو"


د پوهنې وزارت مسلکي مرستیال صدیق پتمن
د پوهنې وزارت چارواکي وایي، دغه ښوونکي به د آزادو سیالیو له لارې د پوهنې وزارت او د اداري اصلاحاتو دیوه ګډ پلاوي له خوا استخدامیږي.

د پوهنې وزارت مسلکي مرستیال صدیق پتمن د سې شنبې په ورځ په کابل کې د ولایتونو د پوهنې له استازیو سره په یوه مشورتي غونډه کې وویل؛ چې له دغو ښوونکو څخه به په هغو ولایتونو کې ازموینه اخیستل کیږي، چې د ښوونکو له کمښت سره مخ دي.

″په شااوخوا دوه سوه اوڅلويښتو ولسوالیو کې د ښځینه ښوونکو له کمښت سره مخامخ یو، د ښوونکو یوولس زره پوستونه مالیې وزارت پوهنې وزارت ته ورکړي. چې موږ په دوی کې شپیته فیصده ښځینه ښوونکې استخداموو.

بله مساله چې په دې غونډه کې مطرح شوه، هغه تربیه معلم ته د زده کوونکو جذبول دي، موږ دلته د تربیه معلم رییسان راغوښتي، ترڅو معلومه شي، چې چیرته ښوونکي کمبود دي، چې موږ ورته د ښوونکو د روزنې مرکزونه جوړکړو.″

ښاغلي پتمن زیاته کړه هغو مسلکي ښځینه ښوونکو ته به له اتو تردولس سوو امریکایي ډالرو تنخوا ورکړی شي؛ چې د پکتیکا اوارزګان په څیر نا امنو ولایتونو ته ولاړې شي.

د پوهنې وزارت چارواکو هیله وښوده، چې د ښوونکو د استخدام دغه بهیر به په شفافه توګه ترسره شي او هڅه کیږي، چې مسلکي کسان جذب کړي.

خو په ورته وخت کې ځینې کتونکي د دغه بهیر په شفافیت شک څرګندوي او وایي، چې پوهنې وزارت په تیرو څو کلونو کې په ښونځیو کې مسلکي ښوونکي نه دي ګمارلي.

افغان کتونکي حبیب الله رفیع هم ورته نظر لري:

″اساساً د افغانستان په اداره کې متاسفانه تراوسه شفافیت نشته، سره له دې چې دوی دعوا کوي، چې په هره موضوع کې له شفافیته کار اخلي، تراوسه داسې شفافه پروژه نه ده لیدل شوې، چې په ضوابطو ولاړه وي.

اوس که پوهنې وزارت دغه پروسه شفافه ترسره کړي دا به یو نوی ابتکار او حتی یوه معجزه به وي.″

خو د پوهنې وزارت مسلکي مرستیال وایي دوی هڅه کړې چې په وروستیو څوکلونو کې په ښوونځیو کې مسلکي ښوونکي جذب کړي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې دامهال په هیواد کې یولک اودرې نوی زره ښوونکي په ښوونه بوخت دي چې شااوخوا څلویښت فیصده یې مسلکي دي.

د پوهنې وزارت مسولین وایي دوی به د مسلکي ښوونکو د کمښت د مخنیوي لپاره په راروان کال کې د ښونځینو شل زره فارغان د افغانستان دارالمعلمینو ته جذب کړي.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG