د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۲۹

د کندهار په پنجوايي کې چا ملکيان ووژل؟


هغه امريکايي چې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې يې شپاړس ملکيان ووژل د امريکايي چارواکو په وينا مخکې په عراق کې عسکر و او هلته پر سر زخمي شوي و.

دغه پوځي اته ديرش کلن دي او دوه زامن لري، خو امريکايي چارواکو يې نوم تر اوسه نه دی افشا کړی. د امريکا دفاع وزير ليون پانيټا وويل، که چيرته دا عسکر مجرم وپيژندل شي، ښايي د اعدام په سزاء محکوم شي.

ليون پانيټا د دوشنبې په ورځ قزاقستان ته په لاره په الوتکه کې خبريالانو ته دا هم وويل، داسې شوې ده، چې نژدې هره ورځ له يوه نه يوه ګواښ سره مخامخيږو، داسې ګواښ چې زموږ د مشرانو لپاره يوه ازموينه وي او په دغه ماموريت کې چې موږ يې ژمنه کړې ده؛ له يوه امتحان سره مخامخ شو.

اسوشيېټډ پرېس اژانس د يوه امريکايي مسوول په وينا څرګندوي، چې دغه سړي چې په پنجوايي کې يې ملکيان ووژل، په عراق کې يې موټر ټکر شوي و او پر سر يې ټپ اخيستي و. دغه مسوول خپل نوم دغه اژانس ته وانخيست ځکه چې پيښه ترتحقيقاتو لاندې ده.

دوو نورو امريکايانو د دې پوځي په اړه وويل، چې دی روزل شوي و، چې څرنګه پخه نښه له لرې وولي.

د يکشنبې د شپې په مخه دغه امريکايي عسکر دوو کليو ته ورغلي و او خلک يې په کې وژلي وو، د وژل شويو کسانو د کورنيو يو شمير غړيو ازادي راډيو ته وويل، چې نيمه شپه وه چې دا عسکر ورغي او خلک يې ووژل.

دغه امريکايي چې خلک يې په پنجوايي کې محاکمه غواړي، له يولسو کلونو راهيسې د امريکا له پوځ سره دی او درې ځلې عراق ته استول شوی. دی د ليندۍ په لومړۍ اونۍ افغانستان ته استول شوي و. دغه عسکر بيا د سلواغې په دولسمه په پنجوايي کې له دغه کلي نژدې يو کيلومتر لرې د امنيت د تامنيدو لپاره ګمارل شوی و.

د افغانستان د ولسې جرګې غړيو د دې غوښتنه کړې چې دا عسکر دې په افغانستان کې محاکمه شي، خو امريکا له خپلو پوځي اصولو سره سم دا خبره نه مني. په عراق کې هم چې کله دولت پر امريکايي پوځيانو فشار راوړ؛ چې تورن عسکر دې د عراق په محاکمو کې محاکمه شي، امريکا مخالفت وکړ او بيا يې خپل پوځيان له دې هيواده وايستل.
XS
SM
MD
LG