د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۲

د ننګرهار د ولایتي شورا پخوانی رییس ونیول شو


د افغانستان لویه څارنوالي وايي، چې د ننګرهار د ولایتي شورا پخوانی رييس، چې له یوې مودې راهیسي پټ و، پرون نیول شوی دی.

د ننګرهار د ولایتي شورا رييس جمال قدیر، چې پرون د ملي امنیت له لوري په کابل کې ونیول شو، په سړي تښتونو، غلاوو او نورو جرمونو کې په لاس لرلو تورن دی او د لویې څارنوالۍ په وینا ګڼو خلکو د هغه له لاسه عریضې کړي دي.

د دې موضوع په اړه عصمت څاروان د لویې څارنوالۍ د جرمونو د تحقیق له رييس حفیظ الله حفیظ سره مرکه کړې. په دې مرکه کې ښاغلی حفیظ پر جمال قدیر د لګېدلو تورونو په اړه جزییات وړاندې کوي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:46 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG