د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۴۱

د کندهار پېښه به په افغانستان کې زموږ ستراتیژي بدله نه کړي


د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني
امريکا وايي، چې د کندهار پېښه به په افغانستان کې د دوي ستراتيژي بدله نه کړي.

د سپينې ماڼۍ ويندوی ″جې کارني″ ژمنه وکړه، چې د امريکا پوځ او سياسي مامورين به د افغانستان له حکومت او پوځ سره په ګډه کار وکړي؛ چې د کندهار د دردوونکې پېښې په اړه تحقيقات وشي او دا يقيني کړي، چې احتساب شته.

د يکشنبې په سهار وختي په کندهار کې د يوه امريکايي پوځي له لوري د ملکيانو وژنې، چې د ولسمشر بارکاوباما په شمول د زياتو امريکايي چارواکو له لوري وغندل شوه، له افغانستان سره د امريکا اړيکې د خرابېدو له خطر سره مخامخ کړي دي او حتي کېدای شي؛ چې له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د ژر وتلو د غوښتنې سبب شي.

د امريکايي چارواکو په وينا، هغه عسکر، چې د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ په زنګ اباد کلي کې يې پر ملکيانو ډزې وکړې، بريدګي يا ټيټ رتبه پوځي و، واده يې کړی او د څو اولادونو پلار دي.

ده درې ځلې په عراق کې د امريکا په پوځي ماموريت کې برخه اخيستې وه. خو په افغانستان کې دا د ده لومړی ماموريت دی. ده په پنجوايي کې د مليکانو له وژلو وروسته ځان تسليم کړ.

اسوشیېټد پرېس خبري اژانس وايي، چې د کانګريس يوې سرچينې ورته وويل، چې دا عسکر، چې د واشنګټن د سترايکر برج د سيمې اوسېدونکی دی، يوه نيمه مياشت دمخه د کليو د ثبات پروګرام ته ګومارل شوی و. دی افغانستان ته د ډسمبر په درېمه واستول شو.

د امريکا د دفاع وزارت ويندوی جورچ ليټل ويلي، دا به نامناسبه نه وي، چې د تحقيقاتو تر بشپړېدو مخکې د دغه کس هويت افشا نه شي.

کله چې له ليټل څخه وپوښتل شول چې ايا امريکايي پوځي به د محاکمه کېدو لپاره افغانستان ته وسپارل شي، ده وويل: ″د امريکا متحد ايالتونه له دا ډول جرمونو سره جدي چلند کوي.″
XS
SM
MD
LG