د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۵۸

"افغان حکومت په ټاکنو کې د م.م رول کمزوری غواړي"


د افغانستان د ملي ایتلاف مشر وایي، په داسې حال کې چې افغان حکومت د انتخاباتو پر بهیر د څار ښه مدیریت نه لري، هڅه کوي، چې پر انتخاباتو د ملګرو ملتونو څارونکی رول هم کمزوری کړي.

ډاکتر عبدالله د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې افغان حکومت له څه وخت راهیسي له ملګرو ملتون سره پر دې مسئلې خبري پیل کړي، څو د 2014 کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې یې څارونکی رول کمزورې کړي:

“موږ غواړو چې ملګري ملتونه په کابل کې د انتخاباتو په اړه خپل څارونکی رول ولري، په دې کې شک نشته، چې هغه (ولسمشر) له ځان سره دا فکر هم نه دی کړی، چې یوه ورځ به زه د یوه افغان وګړي په صفت دلته ژوند کوم او ولسمشر به نه یم، نو که بیا دا فکر وکړي، په فکر کې یې راځي چې که زه نه یم ورور مې باید وي، دغه فعالیتونه پیل شوي دي.”

ډاکتر عبدالله وايي، د 2014 کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د نړیوالې ټولنې نه څار به د دې سبب شي، چې په دغو انتخاباتو کې د افغان ولسمشر د خوښي څوک ګټونکی شي.

دی زیاتوي، په دې اړه به له ملګرو ملتونو او مدني ټولنو سره خپله اندېښنه شریکه کړي، خو په کابل کې د ملګرو ملتون د ځانګړي استازي دفتر یا یوناما د ډاکتر عبدالله د دې ادعا په اړه بې خبري وښووله.

د دې دفتر یوه چارواکې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل سي، ازادۍ راډیو ته وویل، چې تیر کال دوی له افغان دولت څخه یو لیک ترلاسه کړې وو، چې پکې د انتخاباتو په څارنه کې ددغه سازمان د رول د کمولو غوښتنه شوې وه.

ددې چارواکې په وینا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د رول په اړه په امنیت شورا کې پراخ بحثونه روان دي.

موږ هڅه وکړه پدې اړه د جمهوري ریاست نظر هم رواخلو، خو د پرله پسې هڅو وروسته بیا هم له دوی سره د اړیکې په نیولو کې پاتې راغلو.

خو افغان ولسمشر تر دې مخکې ویلي وو، چې دده ستره بریا به دا وي، چې له نورو افغانانو سره په ګډه د جمهوري ریاست د پوسټ لپاره یو بل مناسب کس پیدا کړي.

ښاغلي کرزي پدې هم ټینګار کړې وو، چې د ۲۰۱۴ میلادي کال په انتخاباتو کې له داسې کس نه باید ملاتړ وشي، چې د ټولو افغانانو لپاره د منلو وړ وي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG