د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۳۶

د پنجوايي په پیښه کې ۱۶ملکیان ووژل شول

په کابل کې د ناټو ځواکونو ویاند وايي، په کندهار کې د امریکايي عسکر له خوا د ملکي کسانو د وژنې پیښه تر څیړنې لاندې ده او دغه عسکر به د افغان دولت او ناټو ځواکونو د موجوده پوځي تخنیکي تړون له مخې عدالت ته راکاږل شي. که څه هم کرسټن جیکوبسن د دغه تخنیکي تړون په اړه نور څه ونه ویل، خو اشاره یې د کلونو پخوا هغه تړون ته ده چې له مخې یې بهرني عسکر د جرم د ترسره کیدو په صورت کې په افغانستان کې قضايي مصئونیت لري. ښاغلي جیکوبسن دا یوه تراژیدي او ټکان ورکوونکې پيښه وبلله او ویې ویل، چې پرعاملینو به یې د همدې تړون له مخې قانون تطبیق شي: (د افغانستان د اسلامي جمهوريت او نړېوالې ټولنې ترمنځ دغه تړون د نړېوالو ځواکونو د عسکرو د هر ډول فعالیت په اړه د قانوني چلند لپاره مسئولیتونه په ډاګه په ګوته کړي دي، ځکه خو جنرال الن په خپلې اعلامیې کې په ډير وضاحت سره ویلي چې هغه به ډاډمنه کړي، څه چې شوي، د هغې په اړه قانوني مسئولیتونه تعقیب کیږي.)

XS
SM
MD
LG