د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۴۱

"ډاډه نه یو، چې تر۲۰۱۴ پورې له افغانستانه خپل ځواکونه وباسو"


د جرمني صدراعظمې انګلا میرکل چې افغانستان ته یې ناڅاپي سفر کړی نن په مزارشریف کې وویل، چې دا ډاډه نه ده چې ځواکونه به له پلان سره سم په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه ووځي.

میرکل په مزارشریف کې دیره جرمني ځواکونو ته په خبرو کې وویل، اوس هغه وخت نه دی را رسیدلی چې جرمني ووایي، نن یې ورځ ده چې له دې هېواده ووځو.

میرکل وویل، په اوس وخت کې دا دا هم نشي ویلی چې ایا جرمني به تر۲۰۱۳ یا ۲۰۱۴ کال پورې دغه هدف ته ورسیږي؟

میرکل وویل، دا زموږ هدف دی او هلې ځلې کوو چې دغه هدف ترلاسه کړو.

د جرمني د ډی پي اې خبري اژانس د راپور له مخې میرکل دغه راز پرافغان حکومت غږ وکړ، چې له طالبانو او نورو مخالفو وسله والو ډلو سره دې د سیاسي روغې جوړې هڅې ګړندۍ کړي.

میرکل په داسې وخت کې دغه سفر ترسره کوي، چې د یوه امریکایي عسکر له لوري د ۱۶ ملکي افغانانو د وژلو پر سر وضعیت ډیر کړکیچن دی.

د جرمني صدراعظمې دا یو ناوړه عمل وباله او افغان ولسمشر ته یې په ټیلیفوني خبرو کې ژمنه وکړه، چې د دغې پیښې په اړه به بشپړه څیړنه وشي.

د جرمني صدراعظمه وروستۍ ځل د ۲۰۱۰ کال په ډسمبر کې افغانستان ته تللې وه او د کرسمیس له جشن د مخه یې له جرمني ځواکونو سره لیدلي و.

میرکل هغه مهال د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې شخړو ته د جګړې نوم ورکړ.

دا له ۲۰۰۵ کال راهیسې چې میرکل د جرمني د صدراعظمې په توګه په کار پیل کړی، افغانستان ته د هغې څلورم سفردی.

دا سفر د امنیتي دلایلو له امله له مخکې نه واعلان شوی.

جرمني په افغانستان کې د ځواکونو د شمیر له پلوه دریم ستر هېواد دی چې ۴۹۰۰ عسکر یې په شمال کې ځای پرځای کړي دي.

تر اوسه ۵۲ جرمني عسکر په افغانستان کې وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG