د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۹

"ملکي وژونکی به عدالت ته راکاږل شي"


په کابل کې د ناټو ځواکونو ویاند وايي، په کندهار کې د امریکايي عسکر له خوا د ملکي کسانو د وژنې پیښه تر څیړنې لاندې ده او دغه عسکر به د افغان دولت او ناټو ځواکونو د موجوده پوځي تخنیکي تړون له مخې عدالت ته راکاږل شي.

که څه هم کرسټن جیکوبسن د دغه تخنیکي تړون په اړه نور څه ونه ویل، خو اشاره یې د کلونو پخوا هغه تړون ته ده چې له مخې یې بهرني عسکر د جرم د ترسره کیدو په صورت کې په افغانستان کې قضايي مصئونیت لري.

ښاغلي جیکوبسن دا یوه تراژیدي او ټکان ورکوونکې پيښه وبلله او ویې ویل، چې پرعاملینو به یې د همدې تړون له مخې قانون تطبیق شي:

(د افغانستان د اسلامي جمهوريت او نړېوالې ټولنې ترمنځ دغه تړون د نړېوالو ځواکونو د عسکرو د هر ډول فعالیت په اړه د قانوني چلند لپاره مسئولیتونه په ډاګه په ګوته کړي دي، ځکه خو جنرال الن په خپلې اعلامیې کې په ډير وضاحت سره ویلي چې هغه به ډاډمنه کړي، څه چې شوي، د هغې په اړه قانوني مسئولیتونه تعقیب کیږي.)

نوموړي دغه څرګندونې په افغانستان کې د یو شمېر کړیو د هغې غوښتنې په ځواب کې وکړې، چې وايي د کندهار د پيښې عاملین دې د افغانستان د قانون له مخې محاکمه شي.

خو هغه تړون چې د وخت د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر عبدالله عبدالله د بهرنیو ځواکونو له چارواکو سره کړی دی، د دغه کار مخه نیسي.

ښاغلي جیکوبسن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د پیښې عاملین نیول شوي او تحقیقات ترې روان دي.

هغه په ډاګه نه کړه چې پر دوی به څرنګه عدالت تامین کیږي.

خو نوموړي وویل په وروستیو میاشتو او کلونو کې لیدل شوي چې یو شمیر هیوادونو خپل هغه عسکر محاکمه کړي چې په افغانستان کې یې جرم کړی دی.

بل خوا د حقوقي چارو یو شمیر کارپوهان وايي چې که د افغان دولت او بهرنیو ځواکونو ترمنځ ریښتیا هم کوم تړون موجود وي، نو د کندهار د پیښې عامل په افغانستان کې نشي محاکمه کیدای.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد ډاکتر فاروق بشر:

(په عمومي توګه د جزا په حقوقو کې داسې یو پرنسیپ دی، جرم چې هر چیرته ترسره کیږي، د هماغه ځای قانون پکې تطبیق کیږي، یعنې په مجرم پسې څوک نه ځی، مجرم په هغه ځای کې محاکمه کیږي، چې جرم یې پکې کړی.

نو له دې کبله که چیرې داسې کوم تړون موجود وي، نو دا کس معافیت لري او که نه وي موجود نو باید د افغانستان د قانون له مخې محاکمه شي.)

د افغانستان ولسي جرګې د یادې پیښې په غبرګون کې د یوې ورځې لپاره خپله دروازه وتړله او ځینو وکیلانو یې په افغانستان کې د عاملینو د محاکمې غوښتنه کړې ده.

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي هم دغه پيښه ترور او نه بښوونکی عمل بللی.
XS
SM
MD
LG